د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېلی عسکرو  د حماس 'څلور وسله وال سړي وژلی دی'


فلسطېنی ډاکتران واېې چه اسراېلی عسکرو د غزې او اسراېلو د سرحد په اوږدو کې د ټوپکو په ډزو کی د حماس څلور وسله وال سړي وژلی دی.

د اسراېلو پوځ واېې چه ډزې نن هغه وخت ونښتلې چه اسراېلی عسکرو څو کسه فلسطېنېان ولېدل چه دغزې په جنوب کې ې د خان ېونس په کمپ کی د اسراېلو د سرحد سره نژدی چاودېدونکی مواد ښخول.

اسراېل واېې چه ټوپکوالاو دهاوانونو ډزې وکړی، خو فلسطېنېان واېې دا نښته وروسته دهغې وشوه چه د اسراېلو عسکر د پولې نه اخوا راواښتل.

د اسراېلو پوځ واېې چه ددې نښتو په دوران کې ېې جنگی الوتکو په غزه باندی بمباری وکړه.

دا وېره شته چه دا تازه جنگ به هغه اوربند ته زېان ورسوی چه د حماس او اسراېلو په منځ کی دمصر په منځگړېتوب شروع شوی دی.

د سه شنبی په ورځ د اسراېلو د موقتی دورې صدر اعظم ېهود اولمېرت اعلان وکړ چه د حماس سره د ېوبل ټکر نه په غېر څه څاره نشته.

XS
SM
MD
LG