د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعاتي اعلامیه: "د هیواد دښمنانو پر زده کونکو حمله وکړه"


مطبوعاتي اعلامیه: "د هیواد دښمنانو پر زده کونکو حمله وکړه."

نیټه: د لړم ۲۲، ۱۳۸۷

"نن سهار په کندهار ښار کې د یو شمیر نجونو چې د نازو انا ښوونځي ته روانې وې، مطبوعاتي اعلامیه چادریانې له مخه ایسته کړې او ددوی پر مخونو یې تیزاب وشیندل.

د افغانستان حکومت دغه غیر اسلامي عمل چې افغانانو د دود او دستور مخالف دی او د افغانستان ددښمنانو اصلي څیره په ګوته کوي، په کلکه غندي.

د افغانستان د اسلامي معارف دښمنانو نشي کولای چې په تاوتریخوالې سره د ۶ میلیونو زده کونکو مخه له زده کړې څخه ونیسي. ځکه افغانان په دې پوهیږي چې په اسلام کې تعلیم او تعلم عبادت مقام لري.

د افغانستان اسلامی جمهوریت د هیواد بچیان د زده کړې ته هڅوي ترڅو ښه راتلونکی ورپه برخه شي، خو د هیواد دښمنان هڅه کوي چې د معارف مخه ونیسي، ځکه په یوې با سواده او روښانه ټولنه کې ددوی لپاره به ځای نه وي."

XS
SM
MD
LG