د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان غواړی چی دامرېکا خارجی سېاست بدل شی


یوه امرېکاېې شبکه چه په انټرنېټ باندی د اسلام پالو ډلو د وېب پاڼې څاری واېې چه په افغانستان کی د طالبانو تحرېک د امرېکا د نوي منتخب جمهور رېس بارک اوباما نه غواړی چه په افغانستان کی دې د امرېکا خارجی سېاست بدل کړی.

د سېټ په نومی د استخباراتو د راټولولو د ېو ډلې پوری مربوطې دې شبکې د سه شنبی په ورځ د طالبانو د ېوې وېنا په حواله راپور ورکړ.

طالبان دا ادعا کوی چه د امرېکا د جمهوری رېاست په انتخاباتو کی د بارک اوباما برېالېتوب وښودله چه امرېکاېان نه غواړی د هغوئ په قول، په افغانستان او عراق کی نور د بشرېت ضد او کرکی وړ جنگونه دوام ولری.

ساېټ واېې چه طالبانو گواښ وکړ که اوباما هم د اوسنی جمهور رېس جورج بش سېاست ته دوام ورکړی نو د امرېکې د دېموکرات گوند سر نوشت به د جمهوری غوښتونکو د گوند د سرنوشت نه بدتر شی.

سمدستی لا طالبانو ددی وېنا د اصل واقعېت په باب لا تر اوسه پوری معلومات لاس ته نه دی راغلی.

بارک اوباما قول کړی دی چه د عراق جنگ به ختم کړی خو په افغانستان کی به القاعده او طالبان مات کړی.

ېوې امرېکاېې ورځپاڼې د سه شنبی په ورځ راپور ورکړ چه بارک اوباما غواړی په زرهاو نور امرېکاېې عسکر هم افغانستان ته ولېږی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د اوباما د مشاورېنو له قوله راپور ورکړ چه بن لادن د امرېکا دښمن دی او باېد دجنگ اصل هدف ېې وی.

بل پلو، ېوه امرېکاېې ورځپاڼه واېې چه توقع کېږی کله چه بارک اوباما دجنورئ په مېاشت کی دجمهوری رېاست په څوکی کښېنی، د استخباراتو دوه لوړ رتبه ماموران به تبدېل شی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د لوړ رتبه و استخباراتی مامورانو په حواله نن راپور ورکړ چه په گانگرس کې دېمو کرات گوند څو با نفوذه غړي د امرېکا د ملی استخباراتو د ادارې رېس ماېک مېکونېل او دسی ای اې رېس ماېکل ډېن سره مخالفت لری.

واشنگټن پوست واېې دېموکرات گوند ځېنی مشران په دې وجه په نوموړو لوړرتبه و مامورانو باندی نا راضه دی چه د ټرورزم په گومان نېول شو جنگی قېدېانو نه ېې د تحقېقاتو په وخت د سخت چلند او زشتې روېې په هغه جنجالی پالېسئ باندی عمل کاوه چه د جمهور بش حکومت غوره کړی وه او د محکمې د اجازې نه په غېر ېې دخلکو تلېفونونه ثبتول او د ځېنو خلکو پوسته دڅارله.

خو ورځپاڼه د اوباما حکومت ته د قدرت د انتقالولو د ادارې د مامورېنو له قوله واېې چه په دی باب لا تر اوسه پوری کومه فېصله نه ده شو.

XS
SM
MD
LG