د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په نظر کی لری چی د بن لادن د نیولو د پاره، 'هلی ځلی زیاتي کړي'


د امریکا منتخب جمهور ریس بارک اوباما په خپلو ویناوو کی ډېر ځله د افغانستان د ستونزي د حلولو د پاره د پالیسی پرغوره کولو باندی ږغېدلی دی.

د واشنگټن وپسټ ورځپاڼه لیکی راتلونکی حکومت په نظر کی لری چی د افغانستان د جنگ په مسله کی، د اېران سره د احتمالی خبرو په شمول، د یوه سیمه ایز حل په لټه کی سي او د افغانستان د حکومت او د هغو طالبانو ترمنځ، چی روغی جوړي ته حاضر دی، نو یو پیل سویو خبرو ته په مثبت نظر گوری.

منتخب جمهور ریس اوبا ما دغه راز په نظر کی لری چی د اسامه بن لادن د نیولو دپاره هلی ځلی زیاتي کړي. دی په دې عقیده دی چی جمهور ریس بوش د القاعده د مشر په نیولو کی د څو کلونو ناکامو کوښښونو څخه وروسته توجه ورته کمه کړې ده.

ښاغلي اوباما د انتخاباتی مبارزې په جریان کی پر جمهور ریس بوش باندی له دې امله انتقادونه کول چی د افغانستان څخه یې د عراق خوا ته توجه واړوله.

اوباما دغه راز په نظر کی لری چی په افغانستان کی نور په زرهاو امریکایی عسکر واچوی.

ورځپاڼه لیکی چی د متحده ایالاتو عالی رتبه پوځی مقامات ښایی د ښاغلي اوباما ددې پالیسی طرفداري وکړی چی غواړی د افغانستان په مسله کی یو څه پراخه سیمه په نظر کی ونیسی، ځکه چی دوی ددغی جگړې د پای ته رسولو دپاره د زیاتره تعرضی او ابتکاري لاري طرفداران دی.

ځینی پوځی مشران د ښاغلي اوباما دې ژمني اندېښمن کړي دي چی وایی په عراق کی به د امریکا قواوی په پرله پسې توگه کمی کړي، او په شپاړسو میاشتو کی به د قواو را ایستل بشپړ کړي. او ځینی خو لا وایی چی نوی حکومت د ټروریزم سره په جگړه کی هیڅ ډول تجربه نه لری.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایی په داسی حال کی چی اوباما د افغانستان د جنگ په برخه کی خپله پالیسی طرح کوی، ځینو عالی رتبه پوځی کسانو د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي مسله را میدان ته کړې ده، چی انتظار کېږی په راتلونکي کال کی بیا ځان کاندید کړي. خو هغه یو کمزوری او غیر موثر مشر گڼل سوی دی.

د اروپا او ناټو ځینو مشرانو پېشنهاد کړی دی چی د قبایلی مشرانو یوه جرگه باید راتلونکی مشر انتخاب کړي مگر خارجه وزارت دا مفکوره رد کړې ده.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه دغه راز لیکی چی په منځنی ختیځ او جنوبی اسیا کی د امریکا د قواوو قوماندان امیرالبحر مایک مولین په لارښودنه د افغانستان د جنگ په سیمه کی د پاکستان قبایلی سیمه هم شامله سوې ده.

د متحده ایالاتو پوځی او استخباراتی مامورینو د پاکستان مقاماتو ته په ټینگه ویلي دي چی په خپله خاوره کی د طالبانو او القاعده پر مرکزونو باندی حملې زیاتي کړی.

د اوباما سلاکارانو وویل د متحده ایالاتو د استخباراتی او پوځی عملیاتو د زیاتولو هدف د القاعده د مشر بن لادن نیول دي.

استخباراتی مامورین وایی د بن لادن د نیولو د پاره یې خپل عملیات د هر وخت په څېر جاری او جدی ساتلي دي، که څه هم چی دوی په دې عقیده دي چی که بن لادن موجود نه وي هم به د القاعده شبکه چی مرکزیت به نه لری، یو تهدید دی.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایی که څه هم چی د بوش د حکومت استخباراتی ادارو د اوباما انتقالی ادارې ته د بن لادن او القاعده په باب معلومات ورکړي دي خو هغوی تر اوسه پوری هم د بن لادن د نیولو دپاره یوه گډه ستراتیژی نه ده طرح کړې او دغه راز لا په دې برخه کی نتیجې ته نه دی رسېدلي چی د پاکستان سره به، چی فکر کېږی بن لادن پکښی پټ دی، څه ډول ډیپلوماټیک سلوک غوره کوی.

ورځپاڼه وایی راتلونکی حکومت په نظر کی لری امریکایانو ته دا وښیی چی د افراطی مسلمانانو پر ضد جگړه د سپټمبر د یوولسمی څخه مخکی پیل سوې ده او د اوباما یوه سلاکار وویل چی زموږ دښمن بن لادن دی او هغه باید زموږ اصلی هدف وي.

XS
SM
MD
LG