د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د اوباما د کامېابی په باب څه فکر کېږي


په افغانستان کې د اوباما د کامېابی په باب څه فکر کېږي سرېزه د برتانېې د گارډېن ورځپاڼه د افغانستان د محلی مطبوعاتو په استنا د واېې چې اوس چې په امرېکا کې جمهوری خواهانو ماتې وخوړه نو ددې وخت رارسېدلی دی چې دهغوی افغان عاملېن هم له خپلو وظاېفو نه لاس واخلی.

ځکه افغانستان هم بدلون ته ضرورت لری.

د برتانېې د گارډېن ورځپاڼه دېوې ځاېې ورځپاڼی د ادارې له قوله لېکی چې حامد کرزی په امرېکا کې د سناتور اوباما په کامېابی باندی ډېر خوشاله نه ښکارېده.

د کابل د ورځپاڼو وېبپاڼه لېکی چې په امرېکا کې د جمهوری خواه گوند په ناکامی باندی د جمهوری رېاست ماڼی ماتم کاوه.

هغه ووېل چې که زه کرزی واېې نو ما به هم ماتم کولی. پس له دې به په سپېنه ماڼی کی د خاصو ملگرو د لرلو په برخه کې لاپې نه وهل کېږی.

دا به هم نه وېل کېږی چې ما تېره شپه له جمهور رئېس بش سره په ټېلېفون کې د کونړ دسېند په باب خبری وکړی. او داسی نور....

د افغانستان ځاېې اخبارونه لېکی اوس چې په امرېکا کې جمهوری خواهانو ماتې وخوړه نو ددې وخت رارسېدلی دی چې دهغوی افغان عاملېن هم له خپلو وظاېفو نه لاس واخلی ځکه چې افغانستان هم سخت بدلون ته ضرورت لری.

واقعېت دا دی چې افغانانو اوه کاله مخکی د طالبانو له سقوط نه وروسته امېد درلود خو د امرېکا د نوېو محافظه کارانو ېا نېوکانز او دهغوی د افغان متحدېنو له امله دا امېد ډېر ژر په نهېلی بدل سو.

بهلول لودي د جگړې د مخالفې وېبپاڼی سره مرسته کوونکی لېکوال واېې دا شعار چې افغانستان دېموکراسی ده او اساسی قانون لری، منتخب جمهور رئېس او پارلېمان لری پکارده چې د زړو تکراری ټوکو زباله دانۍ ېا د فضله موادو صندوق ته ور واچول شی.

د افغانستان خلک ېقېنا په دې با ندی عقېده نلری اونه پرې هغه مسلکی خارجېان عقېده لری چې هغوی د خپل مسلک او مامورېت د پرمختگ لپاره ورته اړه نلری چې دغه راز خرافات له ځان نه جوړکاندی اوپه خلکو ېې تر ابده د منلو کوشش وکاندی.

د گارډېن ورځپاڼه لېکی چې د اوباما له انتخابېدو سره افغانستان ته هم امېد پېدا شوېدی. داسی امېد نه لکه په امرېکا کې چې خلکو ته پېدا شوېدی خو له احتېاط سره امېد.

د هغو خلکو امېد چې له تېرو درې لسېزو راهېسی د امرېکا له خارجی پالېسی سره اشنا شوېدی او واشنگټن ېې دومره پېژندلی دی چې ډېر زېات ورته احساساتی نشی. زه نه غواړم چې دلته په تفصېل سره په افغانستان کې د امرېکا د اشتباهاتو ذکر وکړم د مثال په توگه په غېر قانونی توگه د خلکو بندی کول او ېا پرملکېانو باندی بمباری کول، او ځانی تلفات ېاد کړم، خو دومره به کافی وي چې سړی وواېې چې که موږ په رېښتېا سره له انصاف نه ډکه دنېاکې اوسېدلی نو امرېکا به دافغانستان له خلکو نه بښنه غوښتی واېې.

ښاېې دغه ورځ راشی خو اوس به موږ ېو څو مثالونه درته بېان کړو چې دافغانستان ځاېې ورځپاڼو داوباما د کامېابی په برخه کې څه ډول عکس العمل ښودلی دی.

گارډېن لېکی چې ډېر سېاستپوهان او د پېښو څارونکی دېته خوشبېن دی چې په سپېنه مآڼی کې د اوباما موجودېت ښاېې ددی سبب شی چې په افغانستان کې د ستراتېژی ټېنگه او پېچلی غوټه خلاصه شی.

دا خبره د کابل د خبرونو په ېوه وېبپاڼه کې خپره شوی وه.

په ېوه بل پوستر کې ددغه راز خوشبېنی په باب داحتېاط خبرداری ورکړل شوی و چې ېو شمېر جنگسالارانو همدا اوس هلی ځلی پېل کړېدی چې دامرېکا منتخب جمهور رئس ته په دې هېله ځان گران کړی چې د هغه ملاتړ تر لاسه کړی ځکه که هرېو غواړی چې د ٢٠٠٩ مېلادی کال په انتخاباتو کې د افغانستان جمهور رئېس شی نو همدغه ملاتړ ته ډېر ض‍رورت لری.

گارډېن لېکی چې د مثال په توگه برهان الدېن ربانی چې د ١٩٩٠ په لسېزه کې د کورنی جنگ په دوران کې د افغانستان جمهور رئېس و، منتخب جمهور رئېس اوباماته ېې د مبارکی ېو پېغام ور لېږلی دی او په هغه کې ېې ځان په افغانستان کې د بشری حقوقو او دېموکراسی د سمبو ل په توگه معرفی کړېدی.

له دېنه ېې لابله بهتره خبره دا کړېده چې د ښاغلی ربانی پېغام په دې باندی پاېته رسېږی چې د اوباما د نوم تعبېر ېې داسی کړېدی چې په درې کې ورته واېې ( او با ماس ) ېعنی هغه له موږ سره دی.

گارډېن لېکی چې ښاېې د افغانستان جنگسالاران د اوباما په دې پېغام باندی چې واېې ".. هو موږ ېې کولی شو." سم نه وی پوه شوي او داسی ېې تعبېروی چې ددې مانا داده چې د جنگ مجرمانو ته قدرت په لاس ورکړل شی نه خلکو ته.

دارمان ملی دورځپاڼی په سرمقاله کې لېکل شوېدی چې ېوشمېر ابن الوقت او اپورچونېست کسان چې په تېرو اتو کلونو کې د جورج بش ډول ته په خپله خوښه گډ ېدل او س د اوباما د ستاېنی قصېدې واېې.

خو له دې حقېقت نه ناخبره د ی چې دافغانستان خلک په دې پوهېږی چې د سخت درېځو افکارو چې جورج بش ېې ملاتړ کاوه مشری جورج بش کوله.

گارډېن د ارمان ملی د ورځپآڼی په استناد لېکی چې دا ځل د افغانستان خلک د انتخاباتو د وخت په ښکلو شعارونو باندی تېراېستل کېدلی نشی.

د سلام وطندار، په نامه خبری وېب پاڼی ېوسر خط کې لېکل شوېدی چې پکارده اوباما په افغانستان کې د بدلون لپاره کار وکړی.

په دغه مقاله کې لېکل شوېدی چې د افغانستان د پارلېمان غړېو په ېوه خبری کنفرانس کې خبرېا لانوته ووېل چې افغانستان هم د بدلون ارزو لری.

د وطندار خپرونه دهرات ولاېت له خوانه د پارلېمان د ېوه غړی احمد بهزاد له قوله لېکی چې هغه واېې پکارده چې د امرېکا نوی حکومت د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړی. نه دا چی د جمهوری رېاست په راتلونکېو انتخاباتوکې د کوم خاص کاندېد ملاتړ وکړی.

ددې خبری مانا داده چې داخبره ېقېنی سی چې دافغانستان راتلونکی جمهوررئېس په افغانستان کې دخارجی سفارت په محوطه کې انتخاب نشی. د پېام مجاهد ورځپآڼه لېکی چې دامرېکا خلکو د مذاکراتو او خبرو اترو لاره غوره کړېده.

گارډېن لېکی چې په نورو ځاېو نو کې هم داوباما دانتخاباتو گټل وستاېل شول خو دوه ډلې په دې برخه کې خاموشې او ارامې دی.

ېوه ډله کې دافغانستان حکومت دی اوپه بله ډله کې د حکوم سرسخته دښمنان طالبان دی. په همدی سبب سرکاری رادېو د اوباما په کامېابی باندی چندان خوشالی او هاېهوی ونه کړ.

XS
SM
MD
LG