د لاس رسي وړ اتصالات

په پیښور کې یو ایرانی دیپلومات تښتول شوی


پاکستاني پولیس وایی چی وسله والو کسانو په پېښور کی یو ایرانی دیپلومات تښتولی او د هغه یو محافظ یې وژلی دی.

پولیسو ویلي دي چی حشمت الله عطار زاده نن د پنجشنبې په ورځ د پېښور په ښار کی خپل د فتر ته روان و چی وسله والو کسانو یې پر موټر باندی حمله وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا حمله غندلې او هغه یې تروریستي عمل بللی دی.

دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کیږی چی د مرستو رسولو یو امریکایی کارکونکی او د هغه ډرایور په پېښور کی ووژل سول.

په پېښور کی په دې وروستیو څو میاشتو کی په لوړ رتبه خارجي مامورینو باندی څو حملې شوي دي چی په دې لړ کی په پاکستان کی د افغانستان نوی ټاکل سوی سفیر هم سړو تښتونکو تښتولی او تر اوسه یې لا نه دی خوشی کړی.

XS
SM
MD
LG