د لاس رسي وړ اتصالات

د چین ستر اقتصادي پلان


د نړۍ مالي بازارونه وروسته له هغه گرم شول چې د چین حکومت اعلان وکړ چې د خپلې اقتصادې ودې لپاره یې یو لوی پلان ترتیب کړی دی.

نړیوال مالي بحران د چین پر اقتصاد هم ناوړه اغېزه کړې خو د چین حکومت اعلان وکړ چې د خپل اقتصاد د ودې لپاره ٥٦٨ میلیارد ډالره لگوي.

چارواکي وايي، دغه پیسې به پر بنیادي مالي چارو، د پانگه اچونې پر هڅونې، د لگښتونو او صادراتو پر تقویه کولو او د ملک په مالي سکتور کې د اصلاحاتو په پلي کولو باندې ولگول شي.

د امریکا د مالیې د وزارت دوهم مرستیال ډیویډ مکورمک چې په برازیل کې د شلو سترو اقتصادي ملکونو له غونډې نه تازه راستون شوی دی، د چین دغه اقدام ستایلی دی.

له بلې خوا، د نړۍ د پرمختللو هیوادونو مشران د نومبر په ١٥ دلته په واشنگټن کې ددې لپاره غونډه کوي چې د نړیوال مالي بحران لپاره د حل لارې چارې ولټوي.

داسې تمه کیږي چې په دغه غونډه کې کیدای شي پریکړه وشي چې حکومتونه باید د اقتصادي ودې د دوام لپاره زیاتې پیسې ولگوي.

چارلس ډلار چې د نړیوالو مالي موسسو د یوه انجمن رئیس دی، وايي، دا چې د نړۍ مشران په عاجل ډول دغه فوق العاده غونډه جوړوي، عادي نده او له دې نه څرگندیږي چې دوی روان بحران ته په جدي سترگه گوري.

دی وايي، له غونډې نه یوه تمه دا کیږي چې ټول مشران به دا خبره واضح کړي چې د دوامدار ثبات لپاره به په هماهنگ ډول مالي او وجهي پالیسئ جوړي. ځکه چې لا تر اوسه دغه بحراني حالت پای ته ندی رسیدلی.

د د پیټرسن په نامه د نړیوال اقتصادي انسټیټوټ رئیس، فریډ برگسټن بیا وايي، مهمه خبره دا ده چې د نړۍ مشران په خپلو کې د نظرونو اخلاف ختم کړي. دی تمه لري چې مشران به د داسې اقداماتو په اخیستلو پریکړه وکړي چې په ټپه ولاړ نړیوال اقتصاد کې به د ناببره مثبتو بدلونونو باعث شي.

XS
SM
MD
LG