د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩۴۴ د نوامبر پر اومه روزویلټ د څلورم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور ریس سو


د کال ١٩۴۴ د نوامبر پر اومه د ډیموکراټ گوند مشر فرانکلین روزویلټ د څلورم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور ریس سو او په اسانی سره یې خپل جمهوری غوښتونکي رقیب تامس ډېوي ته ماته ورکړه او د امریکا په تاریخ کی لومړنی او یوازینی جمهور ریس سو چی څلورم ځل یې قدرت ونیوی.

روزویلټ، چی د پخواني جمهور ریس تیوډور روزویلټ د کاکا له زامنو څخه وو، لومړی ځل په کال ١٩٣٣ کی د امریکا د ستر اقتصادي رکود په وخت کی جمهور ریس سو.

روزویلټ د کرني او صنعت په برخه کی په خپلو پلانونو سره امریکا له هغه سخت اقتصادی رکود څخه را وایستله. که څه هم چی د کاروبار ډېرو څښتنانو پرهغه باندی انتقادونه کول خو هغه د امریکا دپاره داسی اقتصادی فضا منځته راوړې وه چی اکثریت خلک ورڅخه خوشاله وه او په کال ١٩٣٦ کی بیا جمهور ریس سو.

په دوهمه دوره جمهوری ریاست کی د جرمني او جاپان له یرغلگرو پالیسیو سره مخامخ سو او د امریکا د ویښولو دپاره یې اوږده مبارزه پیل کړه.

په کال ١٩۴٠ کی، چی په اروپا کی د دوهم نړی وال جنگ لمبې پورته کېدلې، هغه موافقه وکړه چی ددریم ځل لاپره هم ځان کاندید کړي او دا ځل یې هم په اسانی سره میدان وگاټه.

په کال ١٩۴١ کی یې امریکا جنگ داخله کړه او دده په قول د ډیموکراسی یوه ستره جبه خانه سوه.

جنگ لا دوام درلود چی روزویلټ په کال ١٩۴۴ کی د څلورم ځل لپاره جمهور ریس سو خو له انتخابېدلو څخه دوې میاشتی وروسته د مغزی سکتې په اثر وفات او په نیویارک کی په خپله پلرنی هدیره کی خاورو ته وسپارل سو.

په میلیونو امریکایانو د هغه په ماتم کی چی هیواد یې د سترو بحرانونو په وخت کی رهبری کړی وو ، برخه واخیستله.

XS
SM
MD
LG