د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٧٣ د نوامبر پر یوولسمه شوروی اتحاد اعلان وکړ چی که د فوټبال د نړئ وال کپ لوبي د سانټیاگو په ښار کی کېږی نو...


د کال ١٩٧٣ د نوامبر پر یوولسمه شوروی اتحاد اعلان وکړ چی که د فوټبال د نړئ وال کپ لوبي د سانټیاگو په ښار کی کېږی نو په چیلی کی د سلوادور الندې د رژیم د راپرزېدلو له امله نه غواړی چی د نوامبر پر یویشتمه د هغه هیواد د فوټبال د ټیم سره مسابقه وکړی.

د فوټبال نړئ وال فیدراسیون شروی اتحاد ته د نوامبر تر یوولسمی پوری وخت ورکړی وو چی په دغو لوبو کی د برخی اخیستلو او نه اخیستلو په باب خپله فیصله اعلان کړي.

کله چی شوروی اتحاد د نوامبر تر یوولسمی پوری په دغو لوبو کی له برخی اخیستلو څخه ډډه وکړه نو د فوټبال نړی وال فیدراسیون هغه هیواد د فوټبال د نړی والی قهرمانی له لویو څخه وایست.

دا د فوټبال د لوبو په تاریخ کی یومړی ځل وو چی یوه هیواد د سیاسی علتونو له مخی له هغو سره مقاطعه کوله.

دا وروستنی ځل وو چی د ساړه جنگ د وخت سیاست د سپورټ پر بین المللی لوبو باندی اغېزه وکړه.

په کال ١٩٧٩ کی پر افغانستان باندی د شوروی اتحاد د یرغل څخه وروسته جمهور ریس جیمی کارټر د متحده ایالاتو د اولمپیک د ټیم څخه وغوښتل چی په ماسکو کی د اولمپیک د بین المللی لوبو سره مقاطعه وکړی.

متحده ایالاتو د فوټبال ټیم د جمهور ریس کارټر دا غوښتنه ومنله او د اولمپیک په بین المللی لوبو کی یې برخه وانه خیستله.

XS
SM
MD
LG