د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ قدرتونه د اېران په اټومي قدرت غوښتنه باندی بحث کوی


د نړۍ قدرتونه د اېران په اټومي قدرت غوښتنه باندی بحث کویتوقع ده چې نن د نړۍ قدرتونه په پارېس کې د اېران د اټومی قدرت غوښتنی په برخه کې په نورو اقداماتو باندی بحث وکړی.

په دغه بحث کې د جرمنی او ملگرو ملتونو د امنېت د شوری پنځه داېمی غړي لکه امرېکا، برتانېه، فرانسه، روسېه او چېن غړی شامل دی.

دغه قدرتونه دانېت لری چې اېران دېته وهڅوی چې خپل ېوراېنم غنی نکړی.

دا مجلس په داسی وخت کې کېږی چې ېوه ورځ مخکی اېران له زمکی نه زمکی ته د سجېل په نامه توغندي وازموېل.

رپوټ واېې چې دغه توغندي اسراېېل او اروپا ښه سم وېشتلی شی. دغه راکټونه د سون خاص مواد لری چې ډېر ټېنگ وي او د هغو راکټونو په نستب نښه ښه وېشتلی شی چې د سون ماېع مواد استعمالوی.

د امرېکا حکومت د اېران د توغندېو ازموېل په دې باندی محکوم کړل چې دا د ملگرو ملتونو دامنېت د شوری د فېصله لېکونو ضد کار دی او د اېران له نړېوالو مسوولېتونو سره هم سر نخوری.

د امرېکا د خارجه وزارت نطاق رابرټ ووډ ووېل چې دی به په دې کې تعجب ونکړی چې که د توغندېو ازموېل په داسی وخت کې وشی چې د پارېس مجلس روان وی.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدی چې د جنوبی کورېا خارجه وزېر مېنگ هوان پر اېران باندی غږ کړېدی چې د خپلو اټومی فعالېتونو په برخه کې د نړېوالو باو ر او اعتماد جلب کاندی.

هغه دا خبری وروسته له هغه نه وکړی چې د اېران د خارجه وزېر سره ېې په سېول کې خبری وکړی.

د اېران خارجه وزېر منو چهر متکی نن د سېول چارواکیو ته ووېل چې داېران اټومی پروگرام سوله ئېز دی.

XS
SM
MD
LG