د لاس رسي وړ اتصالات

معیین مرستیال د ولسي جرگې د معارف له کمیسیون نه استعفا کړې


د افغانستان د ولسي جرگې د معارف او لوړو زده کړو د چارو د کمیسیون غړی معین مرستیال وايي، په دغه کمیسیون که یې له غړیتوب نه استعفی کړې ده.

معین مرستیال د امریکا غږ آشنا راډیو سره د خبرو اترو پروگرام ته وویل، دده د استعفی علت په کمیسیون کې د ځینو داسې افرادو موجودیت دی چې ددغه کمیسیون د غړیتوب اکاډمیک ضرورتونه نشي پوره کولای.

ښاغلي مرستیال د ولسي جرگې د معارف او لوړو زده کړو د چارو پر کمیسیون انتقاد وکړ او ویې ویل: "دغه کمیسیون خپلې قانوني دندې ندي ادا کړی. او ددغه کمیسیون [غړو] له کمیسیون نه یوازې همدومره استفاده کړې چې خپل خپلوان دوستان د وزارتونو په لوړو چوکیو کې مقرر کړي".

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د معارف وزارت وايي، لږ تر لږه ٧٠ زره د ښوونځو فارغین سږ کال دې ته آماده دي چې د کانکور په آزموینه کې برخه واخلي. داسې اټکل کیږي چې د راتلونکي کال لپاره به د کانکور په آزموینه کې شاووخوا سل زره د ښوونځیو فارغین برخه ولري.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د افغانستان په موجوده پوهنتونونو کې د ٢٠ زرو په شاووخوا کې د زده کوونکو د جذب ظرفیت موجود دی.

ددغه وزارت د خپرونو رئیس، عبد العظیم نور بخش د امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې یوه اندازه نور فارغین د افغانستان د مسلکي زده کړو په ځینو نورو تحصلي ادارو که هم جذبیږي.

کتونکي وايي، په را روان کال کې به د هغو فارغینو شمیر چې د افغانستان پوهنتونونه یې د جذب ظرفیت نلري، ٨٠ زرو ته لوړ شي چې له آمله یې د ډیرو فارغینو اندېښنې راپاروالي دي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، دا وخت په افغانستان کې ١٢ خصوصي پوهنتونونو په فعالیت پیل کړی دی.

ددغه وزارت چارواکی، عظیم نور بخش وايي، د خصوصي پوهنتونونو فعالیت هم تر یوې اندازې په هیواد کې د لوړو زده کړو د مشکل له حل کېدو سره مرسته کوي.

د خصوصي پوهنتونونو له جملې نه یو هم د کارډان پوهنتون دی چې له دوو کلونو راهیسې په کابل کې فعالیت کوي. ددغه پوهنتون چارواکي وايي، دا وخت څلور زده محصلین په مختلفو رشتو کې په دغه پوهنتون کې د ٦ زره او ٥٠٠ میاشتني فیس په مقابل کې په زده کړه بوخت دي

خو د ولسي جرگې غړی معین مرستیال وايي، د ستونزې اساسي حل د شخصي پوهنتونونو ایجادیدل ندی. ښاغلی مرستیال دا د حکومت قانوني دنده بولي چې د لسانس تر درجې پورې د ښوونځیو فارغینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG