د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د شلو هیوادو د مشرانو مالي غونډه


نړیوال مشران د واشنگټن د مشرانو په مالي غونډه کې د مالي بازارونو د سم کارورکولو په اړه متفاوت نظرونه لري

د شلو صنعتي او پرمختیايي هیوادونو مشران په واشنگټن واشگنټن کې دي تر څو په هغه اظطراري غونډه کې برخه واخلي چې د نړیوال مالي بحران د څیړلو لپاره چې په ټوله نړی کې اقتصادي وده په بېسارې توگه ورو کړېده، جوړه شویده.

مالي متخصصین وايي مشران ممکن د حکومت د لگښتونو د یوه هم اهنگ زیاتوالي لپاره موافقې ته ورسیږي تر څو د مستهلکینو د پیریدلو توان زیات کړي.

چین د داسې یوې مجموعې په تیارولو لگیادي او شمالي امریکا او لویدیزو اروپايي ملکونو پخوا دداسې هڅونو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغو ملکونو چې دواشنگټن په دې یوه ورځنۍ غونډه کې برخه لري، د نړی ٧٥ په سلو کې صنعتي محصولات تولیدوي.

خو کارپوهان بیا وايي چې برسیره پردې چې دوی د نړیوال اقتصادي کمزورتیا د رغولو لپاره گډ نظر لري، په نورو اقتصادي او مالي مسئلو کې یې نظرونه ډیر توپیر لري او متحد دریځ نه لري. دوی ویلي دي چې په نړی کې متشنج بازارونه دې ته انتظار باسي چې د مشرانو د غونډې نه ددغو سوالونو ځواب واوري:ایا د سرحداتو نه هاخوا په مالي موسساتو قوي مقررې ولگولې شي؟

د کوم فورمول نه کار واخیستل شي چې د هغو هیوادو لکه چین او هند رایو ته چې اقتصاد یې په چټکۍ وده کوي، د بین المللي مالي وجهي صندوق ډیره توجه وشي؟

ایا کیدلای شي ددغو شلو هیوادو اوسنۍ جرگه د اوو صنعتي هیوادو د روسیې په شمول ځای ونیسي چې هرکال دایریږي؟

د بریتانیې صدراعظم گوردن براون د واشنگټن د مشرانو د مالي غونډې په جوړولو کې ډیر زیار وویست.

گوردن براون او د فرانسې جمهوررئیس په مالي موسساتو باندې د کلکو مقرراتو د لگولو پلویان دي.

براون وايي:ترڅو چې مونږ په نړی کې د هم اهنگۍ او څارنې نړیوال سیستم جوړ نه کړو، نو مونږ به پوه نه شو چې کوم بل ځای کې یو بل بحران رامنځ ته کیږي، ځکه مونږ نه پوهیږو چې خلک په مالي برخو کې څه ډول خطر په ځان مني.

زما په خیال اوس د بازارونو، مالي موسساتو او حکومتونو تر منځ نوې اړیکې ټینگیږي چې مو مخکې نه لرلې.

خو د امریکا وتونکی جمهور رئیس جورج بش د نړیوالو بانکونو د تنظیم مخالف دی او وايي چې دا کار یو بیروکراتیک او غیر ضروري عمل دی.

بش وايي: اوسنۍ بحران د ازاد بازار د سیستم بحران نه دی او ځواب دا نه شي کیدلی چې دا سیستم له سره اختراع شي.

بلکه دا خبره ده چې مونږ باید له هغو ستونزو سره چې مخامخ یو، مجادله وکړو.

د اړتیا وړ اصلاحات رامنځ ته کړو او د ازاد بازار د پرنسیپ سره یو ځای مخ ته ولاړ.

دغه سیستم د نړی په گوټ کې بسیا ژوند او هیله رامنځ ته کړېده.

مالي بحران یو کال مخکې هغه وخت رامنځ ته شو چې د کورونو قسطونه په امریکا کې په خپل وخت ادا نه شول.

نړیوال بانکونه په ملیاردو ډالر تاوان وکړ او دوی اوس حاضر نه دي چې افرادو او کاروباریانو ته پورونه ورکړي او د پورونو د اخیستلو شرایط سخت کړیدي.

د اسهامو د بازارونو په لویدلو سره، مستهلکینو د هرډول اقتصادي تحرک نه ډډه وکړه.

د ځني اقتصاد پوهانو په نظر د نړیوال اقتصاد چې اوس مخ په ښکته روان دی، هغه وخت بیرته سمیدلای شي چې په دې اقتصاد کې هم اهنگه مداخله وشي.

په واشنگټن کې د مشرانو مالي غونډه چې د ښاغلي بش لخوا بلل شویده، یواځې پنځه ساعته دوام کوي.

د غونډې په پای کې به نن شنبې یوه وینا خپره شي او وروسته به مشران د خبریالانو سره خبرې وکړی.

XS
SM
MD
LG