د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خېبر مهمه لاره 'په موقت ډول بنده کړېده'


پاکستان واېې چې دوی په موقتی ډول د خېبر ستراتېژېکه لاره د تېلو د وړلو د ټانکونو لپاره بنده کړی ده.

د تېلو د غه ټانکونه په افغانستان کې د امرېکا په مشرۍ قواو او د ناټوقواو ته تېل ور وړی.

د پاکستان چارواکی واېې چې دوی هېله من دی چې دا مهمه لاره به د ددوشنبی په ورځ بېرته خلاصه کړی او دموټرونو له کاروان سره به وسله وله بدرگه ملگری وي.

تېره اونی ېو کاروان چې په افغانستان کې ېې غربی قواو ته مهمات ور وړل د خېبر په قبېلوی علاقه کې پرې ناڅاپې حمله وشوه او دېارلس لارې ېې ونېولی.

لارۍ بېاوروسته راپېدا شولې خو محتوېات ېې ترېنه لوټ شوی ول.

په دغو لارې کې چې کوم مال راوړل کېږی هغه دتېرې اونی راهېسی په پېښور کې اېسار دی.

د پاکستان چارواکی واېې چې دوی به دلارې په اوږدوکې نور امنېتی اقدامات وکړی وکړی او په لېرې پرتو غرنېو سېمو کې به هم امنېتی قواوې ځاې په ځاې کړی.

بل پلو، امریکایي ځواکونه وایي د افغانستان په ختیځ کې د ائتلاف ځواکونو په یوه حمله کې پنځه وسله وال مخالفین وژلي او د هغه وسله وال مخالفه قوماندان چې د القاعده شبکې سره تړاو لري په نیولو کې هم مشري کړې.

د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د شنبې په ورځ د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې دا عملیات ترسره کړي دي.

پدې عملیاتو کې اوه وسله وال مخالفین توقیف شوي دي. بل لور ته نن یکشنبې په هرات کې د اردو په کاروان د یو موټر بمي برید له امله د ائتلافي ځواکونو دوه عسکر ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG