د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی امنیتی وضع 'ورځ په ورځ خرابېږی'


په کابل کی امنیتی وضع ورځ په ورځ خرابېږی

د سیډنی مارنینگ هیرالډ ورځپاڼه لیکی څه موده مخکی په کابل کی وضع دونه خرابه نه وه او که د بې امنیت خبری کېدلې نو زیاتره یې د هلمند او کندهار په څېر په لیری پرتو ولایتونو اړه درلوده.

مگر په دې وروستیو وختونو کی د عراق په څېر، د بمونو حملې، قتلونه، سړی تښتوني، پر خارجی موسسو او ډیپلوماټیکو دفترونو او حکومتی وداینو باندی حملې زیاتی سوي دي.

طالبان په دې کی څو هدفونه لری. دوی غواړی چی افغانان له خپل حکومت او د هغاوی له خارجی ملاتړ کونکو څخه بېل کړی، د اروپایی حکومتونو اراده وازمیې ، او دغه ارز غواړی د بشری مرستو موسسې وارخطا کړی.

دوی غواړی هغه هیوادونه چی د واشنگټن سره کلک ولاړ نه دي له میدانه وباسی، او دعراق په څېر په گډوډی کی جنایتونه زیات کړي، شته من خلک وتښتوي او د هغوی د خوشی کولو په بدل کی پیسې ترلاسه کړي او جېبونه ډک کړی.

د سیډنی هیرالډ ورځپاڼه وایی طالبانو ځانونه کابل ته رسولي دي او په حکومتی موسساتو کی یې نفوذ کړی دی او ځینی عسکر او پولیس هغوی ته اطلاعات ورکوي.

ورځپاڼه وایی اوس زیاتره خارجیان له وسله والو محافظینو سره گرځی او هغو ځایونو او رستورانونو ته نه سی ورتللای چی مخکی به ډېر زیات خارجیان ورتلل.

اوس د کابل د ښار تقریبا پنځه زره خارجی اوسېدونکي زیاتره د ټروریسټی حملو له وېری له خپلو ودانیو څخه نه سی وتلای. ډېر افغانان په خپلو موبایل ټلفونونو کی خارجی نمبرونه او د افغانستان حکومتی نمبرونه نه پرېږدي ځکه چی طالبانو ته پلمه په لاس ورځي او د هر سړي څخه د هغه د اړېکو په باب پوښتنی او تحقیقات کوی.

ورځپاڼه وایی چی طالبانو د روان کال په جریان کی په کابل کی ټروریسټی حملې ډېری زیاتي کړي دي.

په ښار کی دننه یې د سرینا پر عصری هوټل باندی، چی زیاتره خارجیان پکښی اوسېدل، حمله وکړه اود اپرېل په میاشت کی یې د جشن د مراسمو په ترڅ کی پخپله پر جمهور ریس حامد کرزي باندی ډزی وکړې، او کله چی یې د جولای په میاشت کی د هند پر سفارات باندی حمله وکړه نو څه دپاسه شپېته تنه یې قتل کړل.

د تېری میاشتی په پای کی یې د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت باندی ځان مرگي حمله وکړه. په کابل کی د هری حملې سره پر سړکونو باندی خنډونه زیاتېږی، لاری بندېږی او اغزن سیمونه ډېرېږی.

په روان کال کی د متحده ایالاتو ١۴٠ تنه عسکر وژل سوي او د نورو ایتلافی قواوو څخه څه باندی سل تنه وژل سوي دي. یوه غیر حکومتی امنیتی موسسه وایی د افغانستان جنوبی او ختیځی سیمی عملا د طالبانو په کنټرول کی دی، او سړی ویلای چی اوس څاضر د افغانستان په سلو کی پنځه دېرش خاوره د طالبانو ترلاس لاندی ده.

ورځپانه وایی په افغانستان کی په ځینو برخو کی بریالیتوبونه هم ترلاسه سوي دي، خو ناکامی دونه زیاتی دي چی دا یو څو بریالیتوبونه بېخی په حساب کی نه سی راتللای.

لوېدیځ هیوادونه چی هر څه کوښښ کوی بیا هم دمخدره موادو د قاچاقبرانو، جنگ سالارانو او فاسدو حکومتی مقاماتو سره مخامخ کېږی.

د کجکی بند ته د برېښنا د تولید ډېر لوی ماشین ورسول سو او دا ډېره وړه خبره نه وه خو د هلمند د ولایت اوسېدونکي په دې عقیده دي چی یاغیان به په اسانی سره بیرته حملې ورباندی وکړي او برېښنا به د چا په درد ونه خوری.

دغه راز په میلیونو شاگردان اوس په ښونځیو کی درسونه وایی مگر داسی اټکل کېږی چی لږترلږه لس یا ډېر کلونه په کاردي چی د هیواد وضع بیرته عادی حال ته وگرځی نو داسی پېش بینی کېږی چی د ښونځیو څخه فارغ سوي شاگردان به د اجتماعی او اقتصادی ستونزو له امله دونه په غوسه وي چی د څکومت دمخالفو یاغیانو ملاتړ به کوی.

ورځپاڼه وایی د اسټرالیا د سمندری قواو یو پخوانی منصبدار سیمون گیلبرټ رپوټ ورکوی چی تر کال ٢٠٠٥ پوری ما هر وخت دا تمه درلوده چی هر څه به په لږ وخت کی سم سي خو په دې وروستیو شپو ورځو کی امنیت وضع دونه خرابه سوې ده چی سړی د هیڅ شی تمه نه سي کولای، او یوازي په دوو وروستیو هفتو کی سړي تښتونی په سلو کی پنځه اویا زیاتي سوي دي.

ورځپاڼه وایی گیلبرټ اوس د کابل په ښار کی په خلاصه پښه نه گرځی او د پاسعارو بازار ته یوازي نه ځی، حتی بانک ته، چی دده له کور څخه پنځوس میتره فاصله لری یوازي دتللو جرات نه کوی.

دی وایی زه اوس په دې عقیده یم چی ایله په لسو کالو یا تر هغه هم په زیاته موده کی د برېښنا چاره وسي او سړکونه ترمیم سی. گیلبرټ پوښتنه کوي چی ایا یو افغان پولیس به لس کاله خپل ژوند په خطر کی واچوی؟ یو احتمال خو دا دی چی د کابل څخه به نوی بغداد جوړېږی.

XS
SM
MD
LG