د امریکا منتخب جمهور ریس براک اوباما د سنا مجلس د غړیتوب نه رسمآ استعفی وکړه او د ایلونای د خلکو نه یی د هغوی د ملاتړ او مهربانی له امله مننه وکړه.
په هغه لیک کی چی د ایلونای د ایالت په ورځپاڼه کی خپور شوی ؤ، ښاغلی اوباما د پخوانی جمهور ریس، ابراهم لینکن نقل قول راخیستی و چی هغه هم د همدی ایالت و، او د دی ایالت د خلکو د ملاتړ غوښتنه یی کړی وه.
هغه وییل چی د ده لپاره ډیر د ویړ او فخر ځای و چی د امریکا د سنا په مجلس کی سس د ایلونای د ایالت د خلکو نایندگی کوله.