د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې تړانگې په شمال کې د اسرائیل په هوایې بمبارد کې څلور وسله وال وژل شوي


د غزې تړانگې په شمال کې د اسرائیل په هوایې بمبارد کې څلور وسله وال وژل شوي.

د اسرائیل اردو وایې وسله وال کسان د اسرائیل په جنوبي څنډې د راکټي برید لپاره ځان چمتو کاوه.

د مقاومت مشهوره کمیټه نومي وسله والې ډلې دا منلې چې د هغوئ څلور ملگري په هوایې برید کې له منځه تلي.

نن د یکشنبې په سهار وختي هم پر اسرائیل دوه راکټونه وویشتل شوو خو د کومې خرابئ سبب ندي گرځیدلي.

بلې خوا نن د اسرائیل کابینه پدې خبرې غور کوي چې ایا د غزې سرحد چې د څه مودې راهیسې بند دی پرانیزي که نه؟

XS
SM
MD
LG