د لاس رسي وړ اتصالات

د روان اقتصادي رکود د پراخیدو د مخنیوي لپاره ژمنه


د نړی د شلو بډایه او پر مختللیو هیوادونو مشران په نړیوال اقتصادي نظام کې د بدلونونو او د روان اقتصادي رکود د پراخیدو د مخنیوي ژمنې وکړې.

په واشنگټن کې ددې غونډې په پای کې مشران د اوسني بحران د ختمولو او په راتلونکې کې د نويو مقرراتو په لایحې موافقه وکړه.

د نړی د شلو هیوادونو چارواکې شا او خوا پنځه ساعته په یوه میز سره راغونډ شول او په دې یې خبرې وکړې چې د اوسني اقتصادي بحران د ختمولو لپاره څه کولی شي او څه باید شي چې داسي حالت بیا هیڅکله تکرار نشي.

د امریکا جمهور رئیس جورج بوش غونډه ډیره گټوره وبلله.

بوش: "اساسي پوښتنه دا ده چې د شپړو لویو وچو نه دومره ډیر شمیر هیوادونه او هر یو د پرمختگ په یو ځانگړي حالت کې دی، ایا دا هیوادونه به هر اړخیزې موافقې ته ورسیږي او که نه. او زه ډیر خوښ یم چې ددې پوښتنې ځواب 'هو' دی."

په دې غونډه کې د پرمختللیو صنعتي هیوادونو د مشرانو سربیره د چین، هند او برازیل په څیر مخ پر ودو هیوادونو جمهور رئیسانو او صدر اعظمانو هم گډون کړی وو.

ددې شل کسیز کنفرانس گډونوالو د نړی اقتصادي سیستم ته د نؤي سا ورکولو د هڅو ژمنه وکړه. او د نړیوال مالي سیستم د لا ډیر څار، مراقبت او د ضرورت په وخت د لاسوهنې د وړاندیز ملاتړ یې وکړ.

ددې کنفرانس یوه ستره لاسته راوړنه دا وه چې د یویشنمې پیړی سره د نړیوال مالي سیستم د برابرولو لپاره په یو شمیر اصولو او مقرراتو سلا وشوه.

د سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشرانو دا ومنله چې د اوسني بحران د خاتمې لپاره د یو مشترک گام اخیستو ته د چمتو کیدو وخت ته ضرورت لري. دې مشرانو د مالیې وزیرانو ته په یو مشترک عمل باندې د سلا کیدو دنده ورکړه او د راتلونکې کال په څلورمه میاشت کې یې د بیا غونډیدلو اعلان وکړ.

تر هغې به د امریکا نوی جمهور رئیس براک اوباما هم خپل کار پیل کړې وي. منتخب جمهور رئیس براک اوباما که څه پخپله په دې غونډه کې گډون ونکړ خو د رادیو له لاري او په انترنیتي پاڼه یې کې په خپور شوي پیغام کې دا ویلي دي چې د اقتصادي وضعې سمول حتمي کار دی او باید د عامو خلکو اقتصاد ته جدي پاملرنه وشي.


XS
SM
MD
LG