د لاس رسي وړ اتصالات

نوی پلان - له امریکا د ٢٥ ملیون ډالرو غوښتنه


د افغانستان حکومت د مخدره موادو سره د مبارزې په بهیر کې په ځنو ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل معیشت، کروندگرو سره دمرستې او د کوکنارو د کر د مخنوی په هدف، د امریکا نه د پنځه ویشت ملیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

دا خبره نن د مخدره موادو سره د مبارزې وزیر جنرال خدایداد په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال تام ولیمز او په کابل کې د امریکا په سفارت کې د مخدره موادو په څانگه کې استازې، او د سفارت مرستیال اندرو شیفر سره په لیدنه کې وکړه.

ښاغلي تام ویلیمز، د مخدره موادو په وړاندې د افغانستان د حکومت هڅه وستایله او د افغانستان خلکو ته یې له دی امله تبریکي ورکړه او ترڅنگ یې یو ځل بیا د افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.

د مخدره موادو د وزارت ویاند خبریالانو ته وویل چې د امریکا د خارجه وزارت استازي ژمنه کړې چې امریکا د ستنیدو سره به په دې وړاندیز غور وکړي.

بل پلو، د افغانستان د سیمه ایزه ارگانونو د مستقل ریاست مسولین وایې د حکومت د پنځه کلن اقتصادي ستراتیژۍ د تطبیق لپاره یې په وسلوالیو کې پروگرامونه چمتو کړي دي.

د سیمه ایزه ادارو مستقل ارگان چې په دی وروستیو کې تاسیس شوی دنده یې د والیانو او ولسوالانو مقررول دي.

ددی ادارې رئس جیلانی پوپل وایې د ښه ادارې د رامنځ ته کیدو په هدف غواړي د ولسوالانو سره په اقتصادي سیاسي او ټولنیزو ستونزو د خبرو زمینه برابره کړي.

دوی وایې په هرپړاو کې د پنځوسو ولسوالانو سره خبرې کیږي او ټاکل شوی په اوه مرحلو کې د ٣٦۴ وسلوالانو سره خبرې ترسره شي.

د ښاغلي جیلاني په وینا په اوس وخت کې د ولسوالانو اصلي ستونزه د هغوئ نه صلاحیت او امکانات دي.

یو شمیر ولسوالان وایې چې په وسلولیو کې د حکومت د ژمنو نه پوره کیدل یو له اساسي ستونزو شمیرل کیږي.

م م وایې چې د هیواد په ١٢٠ ولسوالیو کې نا امني ده خو ښاغلی پوپل په پنځوسو ولسوالیو کې د نا امنۍ خبره کوي.


XS
SM
MD
LG