د لاس رسي وړ اتصالات

نن براک اوباما له جان مکېن سره ملاقات کوی


نن د دوشنبی په ورځ د امرېکا منتخب جمهور رئېس براک اوباما له جان مکېن سره ملاقات کوی. له کوم وخت راهېسی چې د ارېزونا د غه جمهوری خواه سناتو په انتخاباتوکې مات شو دا اول ځل دی چې له منتخب جمهور رئېس براک اوباما سره مخ په مخ ملاقات کوی.

اوباما د نومبر په څلورمه نېټه باندی د امرېکا د جمهوری رېاست انتخابات وگټل.

د براک اوباما د عبوری پړاو دفتر واېې چې دغه پخوانې انتخابی سېالان به په دې باندی بحث وکړی چې په څه ډول ېو موثر او مستعد حکومت منځته راوستل شی.

براک اوباما وېلی دی چې دی غواړی له دېموکراتانو او جمهوری خواهانو سره په گډه کار وکړی چې د هېواد د ستونزو لپاره موثر ځوابونه پېدا کاندی.

د تېرې ېکشنبی په ورځ براک اوباما په هغه مرکه کې چې د CBS تلوېزېون په "60 Minutes" پروگرام کې خپره شوه ووېل چې دی به د امرېکا د اقتصادی د بېا په پښو درولو او د صارفېنو د اعتما د منځته راوستلو او نوو کارونو د پېدا کولو لپاره په خپله وسه کې هر هغه کار وکړی چې له لاسه ېې پوره وی.

منتخب جمهور رئېس ووېل دا ډېره مهمه خبره ده چې په مالی مارکېټونو باندی د خلکو اعتماد بېرته په خپل حآل کړی شی او اقتصاد بېره په ډېره قوی توگه پر مخ ولاړ شی.

ښاغلی اوباما ووېل چی د ی د ملی امنېت سلاکاران او مسوولېن هم په خپلو مهمو ترجېحاتو کې ددې لپاره شامل کړی ځکه عبوری مراحل داسی وختونه وی چې د ترهگرانو د حملو امکانات او اسېب پذېری پکی وی.

XS
SM
MD
LG