د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځانمرگي په سوات کې ۴ عسکر ووژل


د پاکستان پولېس واېې چې ېوه ځان مرگی د پوځ په ېوه پوسته باندی برېد وکړ او د هېواد په شمال غربی برخه کې ېې څلورعسکر ووژل.

دغه حمله نن ددوشنبی په ورځ په خوازه خېله کې چې د سوات په ناکراره دره کې پرته ده وشوه.

چارواکی واېې چې دری کسان په دغه حمله کې زخمی شوی هم دی.

رپوټ واېې چې افراطېان د سوات په غټه برخه باندی کنترول لری.

رپوټ واېې چې د حکومت چارواکېو په سوات کې له افراطېانو سره دمی په مېاشت کې تړون لاسلېک کړ ددی لپاره چې هغه جگړې پاېته ورسوی چې په ٢٠٠٧ مېلادی کال کې پېل شوی.

له تړون نه ډېرژر وروسته افراطېانو د مکتبونو په سوځولو او د ناېانو ددوکانونو په الوزولو باندی پېل وکړ.

په همدې وخت کې حکومت د افراطېانو خلاف عملېات زېات کړل.

د پاکستان امنېتی قواوې واېې چې دوی تراوسه پورې د اگست د مېاشت راهېسی په سوات اوباجوړکی چې د افغانستان سرحد ته نېژدی دی تقرېبا دوه زره افراطېان وژلی دی.

XS
SM
MD
LG