د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا او عراق د قواو د وتلو تړون لاسلېک کړ


امرېکا اوعراق د اسی تړون لاسلېک کړېدی چې په هغه کې په عراق کې د امرېکا د قواو موجودېت پاېته رسېږی.

په عراق کې د امریکا سفیر رېان کراکر ووېل چې د ده او د عراق خارجه وزېر هوشېار زېباری ترمنځ د عراق د امنیتي تړون لاس لیک کېدل یوه تاریخي پېښه گڼل کېږی.

د دغه تړون په اساس په دې هیواد کې د امریکا عسکرو موجودېت دوام کوي.

ریان کروکر د لاس لیک کولو په مراسمو کې چې نن د عراق د بهرنۍ چارو د وزیر سره سرته ورسیدل، وویل چې دا د عراق سره په اړیکو کې یو ډیرمهم امنیتي تړون دی.

د عراق کابینې د یکشنبې په ورځ ددغه تړون په پلوي رایه ورکړه.

ددغه تړون پراساس به د امرېکا قواوې دعراق دښارونو نه د بل کال تر جون پورې ووزی او د همدی تړون له مخی به امریکايي قواو ته دا اجازه ورکړل شی چې د کال ٢٠١١ پورې په عراق کې پاتی شی او ترهغی وروسته له عراق نه ووزي.

ددغه تړون په لاسلېک کولو سره د امرېکا هغه پالېسی بدله شوه چې د خپلو عسکرو دوتلو لپاره ېې د مهال وېش له ټاکلو سره موافقه نه کوله.

د عراق د کابینې ٢٨ غړي د تړون په پلوي رایه ورکړه.

دغه تړون د واشنگټن سره د سختو مذاکرو نه وورسته لاس لیک کیږي.

کابینه په دې هیله ده چې ددغه هیواد پارلمان دغه تړون د نوامبر په ٢۴ تصویب کړي.

د عراق خارجه وزېر هوشېار زېباری د امرېکا غږ کردی څانگی ته ووېل چې دی توقع لری چې په راتلونکېو لسو ورځوکې به فېصله وشی خوهغه خبرداری ورکړ چې چې ددی خبری اټکل به مخکی له وخته وی چې سړ ی وواېې چې اېا امرېکا ېې قواوې به ددغه نوی تړون نه وروسته په عراق کې پاتی شی او که نه.

دغه نوی تړون په دری کلونو کې فسخ کېږی.

XS
SM
MD
LG