د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د عافیه صدیقي محاکمه


د امریکا یوه محکمه وایې هغه پاکستانۍ ښځه چې په افغانستان کې د امریکا د فدرالي ادارې د مامور په وژنه تورنه ده، د دماغي ناورغۍ له امله نشي کولې په محکمه کې ودریږي.

په نیویارک کې د یوی وسلوالۍ د محکمې رئیس ریچرډ برمن وویل چې د رواني څیړنو وروسته معلومه شوه چې عافیه صدیقي د محکمې د روان بهیر او نتیجې اوریدو لپاره پوره روغتیایي وړتیا نه لري.

بل پلو، د پاکستان امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د هغه کاروان بدرگه کوله چې د خیبر د لارې یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته تیل او نور ضروري مواد انتقالول.

پاکستان دا لاره د امینتي مسایلو د څیړلو لپاره موقتي ځکه وتړله چې تیره اونۍ وسله والو کسانو د ناټو په ورته کاروان حمله وکړه او ټول مواد یې چې د هاموی پوځي موټرې هم پکې شاملې وی، ولوټل.

د دوشنبې په ورځ د شاو خوا دیرشو امنیتي موټرو د کاروان سره په لسگونه نورې د سپرلې موټرې هم روانې شوی.

د دوشنبې ورځې په دغه کاروان کې په واضحه توگه دا څرگنده شوی نده چې څه شی پکې انتقالیدل .د خیبر درې دا ترانسپورتي لاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترټولو مهمو تجارتي لارو هم شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG