د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې فلپیني مهاجر او مالي بحران


د امریکا اقتصاد دا وخت د ١٩٣٠م کال راوروسته تر ټول بد بحراني حالت سره مخامخ دی. په دغه ملک کې بې روزگاري د تیرو ١۴ کلونو راهیسې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده. دغه حالت د هغو میلیونونو مهاجرو پر ژوند هم اغېزه کړې چې دا وخت په امریکا کې اوسیږي.

د امریکا غږ پروس لیپوټ په خپل یوه څیړنیز رپوټ کې دې ته کتنه کړې چې روان بحران څه ډول په امریکا کې د فلپیني مهاجرو ژوند او په فلپین کې د هغوی د کورنیو ژوند متاثر کړی دی.

د نیویارک د کوینز په سیمه کې ډیر فلپیني مهاجر اوسیږي.

اډلین رسیبي یوه فلپیني کارگره په همدې سیمه کې ژوند کوي. دا وايي، تر ټولو سخته دا ده چې څوک دلته خپل کار له لاسه ورکړي. اډلین رسیبي اوس په فلپین کې خپلې کورنۍ ته هغومره پیسې نشي لیږلای، چې مخکې یې لیږلې.

دا چې په امریکا کې خلکو د مصرف اندازه راکمه کړې، له دې سره له آسیايي ملکونو نه دغه ځای ته د صادراتو اندازه راکمه شوې چې دې کار د آسیا پر اقتصاد هم ناوړه اغېزه کړې ده.

هانگ کانگ هم له دغه مشکل نه په امان کې ندی پاتې، چیرې چې نږدې ١٣٠ زره فلپیني مهاجر اوسیږي.

خپاره شوي ارقام ښيي چې په ٢٠٠٧م کال کې د نړۍ په لراو بر کې فلپیني کارگرانو خپل ملک ته نږدې ١۴ میلیارد ډالره لیږلي وو چې دا د هغه ملک د داخلي عاید ١٣ فیصده جوړوي، او ددغه اندازې راکمېدل طبعا د ملک پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي.

رایمونډ ریگنر چې په نیویارک کې فلپین ته د پیسو د حوالې کاروبار لري، وايي، فلپین ته له دغه ځای نه د پیسو په حوالې کې کموالی ندی راغلی.

دی وايي، فلپینیان د مسئولیت احساس لري او فکر نه کوي چې دوی به خپلو کورنیو ته د پیسو لیږل ودروي.

خو په فلپین کې ډیرې کورنۍ اندېښنه لري چې روان مالي بحران به پر دوی او په امریکا کې د دوی پر مهاجرو عزیزانو حتماً خپله ناوړه اغېزه پرې باسي.

XS
SM
MD
LG