د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٨٧ د نومبر پر اته لسمه د متحده ایالاتو کانگرس د اېران...


د کال ١٩٨٧ د نومبر پر اته لسمه د متحده ایالاتو کانگرس د اېران کانټرا د پېښی په باب له تقریبا یوه کال تحقیقاتو څخه وروسته خپل وروستنی رپوټ خپور کړ.

په دې رپوټ کی ویل سوي وه چی د اېران کانټرا د رسوایی په پېښه کی له یوه پېچلي پلان څخه استفاده سوې دوه چی د هغه په اساس پر اېران باندی وسلې خرڅی سوي او لاسته راغلي پیسې یې په نیکاراگوا کی د سانډانیسټانو د حکومت پر ضد د کانټرا یاغیانو ته لېږلي سوي دی.

دا داسی پېښه وه چی په هغې کی د جمهور ریس رانالډ رېگن حکومت په خپل سر پټ اقدامات کړي وه، کانگرس یې غولولی وو او د قانون درناوی یې نه وو کړی.

په دغه رپوټ کی راغلي وه چی د رېگن د حکومت عالی رتبه مقاماتو د رسوایی په دغه پېښه کی لاس درلود او جمهور ریس رېگن باید ددغی پېښی مستقم مسولیت پر غاړه واخلی.

د حکومت یو شمېر مامورین ددغی پېښی په ارتباط د بېلو بېلو جنایتونو مرتکب وگڼل سول.

د کانگرس د تحقیقاتی کمېټې یو شمېر جمهوری غوښتونکو غړو استدلال کاوه چی دغه رپوټ د سیاسی مقاصدو په ساسا ترتیب سوی دی.

دوی دغه راز ویل چی په داسی حال کی د رېگن د حکومت ځینو مامورینو به سم قضاوت نه وي کړی، مگر دوی غوښتل چی د نیکاراگوا د چپی حکومت پر ضد یو کار وکړي او دا نیت او هدف یې باید وستایل سی.

XS
SM
MD
LG