د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه: سوریه کولای شي په منځني ختیځ کې د سولې لپاره مهم رول ولوبوي


د برتانیې یوه عالي رتبه ډیپلومات ویلي، سوریه کولای شي په منځني ختیځ کې د سولې لپاره مهم رول ولوبوي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ مليبنډ نن په دمشق کې د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد سره له کتنې مخکې، د بي بي سي راډیو ته ددغه خبره وکړه.

مليبنډ وویل چې سوریه هم کولای شي په سیمه کې ناامني جوړه کړي او یا د ثبات لپاره کار وکړي.

هغه وویل چې تیره ١٨ میاشتو کې یې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي چې دغه ملک په سیمه کې د تروریزم د مخنیوي، د عراق او د منځني ختیځ د سولې د بهیر په باب څه مسئولیتونه ادا کولای شي.

د دوشنبې په ورځ ملیبنډ لویدیځې غاړې ته هم سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG