د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو راستانه شویو افغانانو ته مرسته غوښتې


د ملگرو ملتونو د مهاجرو د چارو عالي رتبه مشر ددې لپاره افغانستان ته سفر کړی چې هغو افغانانو ته د نړۍ پام ور واړوي چې له پاکستان او ایران نه له څو کلونو مهاجرت وروسته هیواد ته ستانه شوي او اوس په کړاو کې ژوند کوي.

انټونیو گوټیرس نن د سه شنبې په ورځ کابل ته ورسید.

هغه کابل ته نږدې د چمتلې په دښته کې د راستانه شویو مهاجرو کورنۍ لیدلي دي او ژمنه یې ورسره کړې ده چې له نړیوالې ټولنې به وغواړي چې مرسته وکړي.

ملگري ملتونه وايي، له ٣٠ زره زیاېت راستنې شوي کورنۍ چې د ناامنۍ له ویرې خپلو کلیو ته نشي ستنېدلای، په دښتو کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.

ټاکل شوې ده چې گوټیري به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د نړیوالو مرستندویو ټولنو په هغه کنفرانس کې برخه ولري چې هدف یې راستنو شویو افغان مهاجرو ته د مرستو راجلبول دي.

ملگري ملتونه وايي، نږدې درې میلیونه افغانان لا تر اوسه په پاکستان او ایران کې مهاجر دي

XS
SM
MD
LG