د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او قبایلي مشرانو تر منځ جگړه شوې


پاکستاني مقامات وايي، په باجوړ کې د طالبانو او قبایلي مشرانو تر منځ په جگړه کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

په سیمه کې د حکومت یوه استازي، اسرار خان ویلي، طالبانو د افغانستان سرحد ته نږدې په یوه سیمه کې د مامون د قبیلې د مشرانو یوې ډلې ته لاره نیولې وه.

اسرار خان وايي، وروسته د دواړو خواوو تر منځ جگړه ونښته چې څلور تنه قومي مشران هم پکې وژل شوي دي.

قبایلي مشرانو په خپلو سیمو کې د طالبانو او القاعدې په خلاف لښکرې جوړې کړي دي.

له بلې خوا د دوشنبې په ورځ، د سوات په خوازه خیله سیمه کې یوه ځانمرگي حمله کوونکي خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر د پوځ پر یوې پوستې وروست. په چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي دي. د سوات ډیره برخه دا وخت د طالبانو په لاس کې ده.

XS
SM
MD
LG