د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قواوې له عراق نه وځي


له عراق نه د امریکايي قواوو د وتلو تړون امضا شوامریکايي مقاماتو ویلي، له عراق نه د امریکايي قواوو د وتلو پوخ تړون امضا شوی خو ویلي یې دي که امنیتي وضع بدله شي، کیدای شي په دې باب له سره خبرې وشي.

د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز، مایک مولن د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دی تمه لري چې په عراق کې به وضع نوره هم ښه شي. خو خبرداری یې ورکړ چې ددې امکان شته چې امنیتي حالت په راتلونکو دریو کلونو کې بدل شي.

هغه همدارنگه وویل، دا به ډیر مشکل کار وي چې د شوي تړون له مخې، د راتلونکي کال تر جون پورې، د عراق له ښارونو نه عسکر راویستل شي.

د سپینې ماڼۍ یوه نطاقې خبریالانو ته ویلې، د عسکر د راوتلو لپاره د نیټې د ټاکل کېدو امتیاز د عراقي مرکچیانو دی.

دې وویل، د بوش حکومت مخکې نه غوښتل چې دغه ډول یوه نیټه وټاکل شي. د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري او په هغه ملک کې د امریکا سفیر راین کراکر د دوشنبې په ورځ یو تړون امضا کړ.

ددغه تړون له مخې ټول امریکايي عسکر باید د ٢٠١١ کال تر پایه پورې له عراق نه راووځي.

XS
SM
MD
LG