د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د موټرو شرکتونه مرسته غواړي


ټاکل شوې ده چې د امریکا د موټرو تولیدونکي شرکتونه نن د ملک پارلمان ته ورشي او له هغه نه د روان بحراني حالت نه د وتلو لپاره د مرستې غوښتنه وکړي.

د جنرل موټرز، فورډ، کرایسلر د کمپنیو مالکان او د امریکا د موټرو د تولیدونکو کمپنیو د اتحادیې رئیس نن د مشرانو د جرگې له اړوند کمیټې سره گوري او د هغه سخت حالت په باب خبرې کوي چې امریکايي کمپنۍ ورسره دا وخت مخ دي.

په کانگرس کې د دیموکرات گوند غړي غواړي د ملک د مالي شرکتونو د ژغورنې لپاره د ځانگري شویو ٧٠٠ میلیارد ډالرو له جملې څخه ٢٥ میلیارد ډالره یې د امریکا د موټر جوړولو له شرکتونو سره مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG