د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان ميانمار ته ماتې ورکړه


د آسيا د کرکټ د دويمې درجې هېوادو د ځوانانو يا له ١٧ کالو څخه د کم عمره لوبغاړو د ټیمونو ترمنځ په روان ټورنامنټ کې افغانستان په خپله دويمه لوبه کې ميانمار ته ماتې ورکړې ده.

دغه ټورنامنټ د تايلينډ په پایتخت بنکاک کې دوام لري او د افغانستان، ايران، تايلينډ، چين، مالديپ، ايران، ميانمار او د عمان ملي ټیمونه پکې برخه لري.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له عمان سره وکړه او ماتې یې وخوړله.

دا ټورنامنټ په دوو ګروپونو کې لوبه کوي. په الف ګروپ کې افغانستان، عمان، ميانمار او ايران او په ب کې چين مالديپ، او تايلينډ برخه لري .

نن افغانستان خپله دويمه سيالي له ميانمار سره ترسره کړه، چې دغه هېواد ته يې په اتو لوبغاړو ماتې ورکړه .

د افغانستان د کرکټ د فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ميانمار ټیم پچه وګټله او ټول لوبغاړي يې په پنځه دېرشم اوور کې وسوځېدله. میانمار د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٧٥ منډې جوړې کړې.

د افغانستان د ډلې لخوا توپ اچوونکو نجيب ، افضل او ذبيح الله د مخالف لوري درې درې لوبغاړي وسوځول .

افغاني توپ وهونکو يا بيټسمينانو د ميانمار لخوا ورکړل شوى هدف (٧٥) منډې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او نهم اوور کې يې ٧٨ منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکى کبير خان چې له خپل ټیم سره بنکاک ته تللى، وايي چې افغان ځوانو لوبغاړو پخپله لومړۍ سيالۍ کې سمه لوبه نه وه کړې ، خو نن د بيټنګ او بالنګ په دواړو برخو کې ښه وځليدل .

د هغه په وينا، که چېرې افغانستان په خپله بله سيالۍ کې ايران ته ماتې ورکړه، نو ددغو سياليو نيمه پاى لوبه يا سيمي فاينل ته لاره پيدا کوي .

نن په نورو سياليو کې مالديپ چين ته او عمان ايران ته ماتې ورکړه.

عمان پرون افغانستان ته هم ماتې ورکړه، افغانستان به د لړم په ٣٠مه، له ايران سره خپله درېيمه لوبه کوي .

XS
SM
MD
LG