د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېلو د ملگرو ملتونو غوښتنه رد کړه


اسراېلو نن د ملگرو ملتونو دا غوښتنه رد کړه چه دغزې د تړانگې نه دې بندېزونه لېری کړی.

د اسراېلو د دفاع وزېر ېهود بارک نن اسراېلو قواو ته امر وکړ چه په اسراېلو باندی د فلسطېنېانو د ډزو او راکټونو د فاېر کولو په ځواب کې دې دغزې او اسراېلو ترمنځ دتگ راتگ سرحدې لارې دې وتړی.

د اسراېلو رادېو نن د دفاع د وزېر د احکام په داسی حال کی اعلان کړل چه د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کېمون د اسراېلو نه غوښتلی ؤ چه غزې ته د بشری مرستو د کاروانونو درسېدلو په منظور باېد د غزې لاره ونه تړی.

بان کېمون د اسراېلو صدر اعظم سره پرون په تلېفون خبری وکړی او دغزې په تړانگه کې ېې د خرابې بشرې وضعې په هکله خپل تشوېش ورته څرگند کړ.

ملگرو ملتونو پرون په ېوه مطبوعاتی وېنا کې د اسراېلو نه وغوښتل چه د ملگرو ملتونو د بشری مرستو د رسولو لارې، دې پرېږدی چه غزې ته ورننوځی او هم دې دملگرو ملتونو دپرسونل د تگ راتگ لپاره شراېط اسان کړی.

مطبوعاتی اعلامېه واېې چه د اسراېلو صدر اعظم په اسراېلو باندی د فلسطېنېانو د راکټونو حملې وغندلې مگر د بان کېمون سره ېې وعده وکړه چه د هغه په غوښتنو باندی به په جدی ډول غور وکړی.

دغزې خلک د خپل ژوند بقا لپاره دملگرو ملتونو په مرستو باندی ُگذاره کوی.

د بشری حقوقو د څارلو لپاره د ملگرو ملتونو مسوولېن واېې چه په غزه باندی د اسراېلو له خوا د لگېدلو بندېزونو په وجه د فلسطېن خلک دخپلو بنېادی بشری ضرورتونو د پوره کولو نه محروم شوی دی.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د چارو عالی کمشنر ناوی پېلی پرون په اسراېلو باندی غږ وکړ چه، غزې نه دې بندېزونه لېری کړی.

XS
SM
MD
LG