د لاس رسي وړ اتصالات

یونچسیار: افغان راستنېدونکي زیاتې مرستې ته اړ دي


دا وخت د راستنو شویو او راستنېدونکو افغان مهاجرو په مخکې تر ټولو لویه ستونزه کومه ده؟ همدا پوښتنه مو په سیمه کې د ملگرو متلونو د مهاجرو د ادارې له عمومي نطاقې ویویا تان نه وکړه.

میرمن تان وايي:"داسې مشکلات ډیر دي چې راستنېدونکي افغانان ورسره دا وخت مخامخ دي. د مهاجرو د راستنېدو د بهیر په پیل کې دوی کولای شول چې خپلو کلیو ته ستانه شي. خو مخصوصا په روان کال کې د هغو خلکو شمیر زیات شوی چې خپلو کلیو ته نشي ستنېدلای، د مختلفو دلایلو له کبله. ناامني ده، دوی ځمکې نلري او یا خو ورته د کار او روزگار زمینه نده برابره"

میرمن تان، وايي، د راستنېدونکو په مخکې لویه ستونزه همدا د ځمکې نشتوالی، او د ابتدایي سهولتونو نشتوالی دی. لکه د څښلو پاکې اوبه، تعلیم او روغتیايي آسانتیاوې.

دا وايي، د روزگار نشتوالي هم د دوی لپاره لوی مشکل جوړ کړی دی چې ډیر خلک یې د افغانستان په داخل کې بې ځایه کېدو ته اړ ایستلي دي. ځکه چې د دوی په خپلو سیمو کې د کار روزگار زمینه نده برابره.

ددغو مشکلاتو د هوارولو لپاره نړیوالې ټولنې او د افغانستان حکومت څه کړي دي؟ میرمن تان: "د ملگرو ملتونو د مهاجرو اداره له افغان حکومت سره په گډه کار کوي چې دغو مشکلاتو ته د حل لاره پیدا کړي. د زموږ اداره له هر راستنېدونکي سره په ابتدا کې اوسط سل ډالره مرسته کوي چې په دغو پیسو دوی وکولای شي خپل ژوند پیل کړي. موږ همدارنگه نیستمنو کورنیو ته سرپناه هم آماده کوو او د کور په جوړولو کې ورسره مرسته کوو"

میرمن تان وايي، حکومت د خپل یوه پروگرام له مخې، راستنېدونکو کورنیو ته پور ورکوي. په دغو پیسو باندې کوم خلک چې ځمکه نلري، کولای شي ځانته یوه ټوټه ځمکه واخلي. ویویا تان وايي، د مهاجرو نړیواله اداره د راستنېدونکو لپاره د افغانستان له حکومت سره پر ځینو نورو پروژو هم مشترک کار کوي.

په ځاص ډول خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو لپاره په مختلفو سیمو کې ژورې څاگانې کیندي. خو میرمن تان وايي، دا کافي نده. او باید ډیر نور کار هم باید وشي.

داوايي،په کابل کې د دایر شوي کنفرانس ایجنډا هم همدا ده چې ددغو راستنو شویو را راستنېدونکو مهاجرو لپاره هم په ټولنیز او هم په سیاسي لحاظ مرستې راجلب شي.

له بلې خوا، د ملگرو ملتونو د مهاجرو اداره وايي، د ژوند د سختو او ناوړه شرایطو له آمله د افغانستان په شمال او لویدیځ کې ډیرو خلکو خپل کلي او کورونه پرېښي دي.

د مهاجرو نړیواله اداره یا یونچسیار وايي، د افغانستان په شمال او لویدیځ کې د زرگونو کورنیو د بې ځایه کیدو اصلي علت وچکالي او د خوراکي موادو کموالی دی. یونچسیار اندېښنه ښودلې چې د ژمي په رارسېدو سره ددې وېره شته چې په دغو سیمو کې ډیر نور خلک هم خپل کلي او کورونه پرېږدي.

د بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غور، بلخ او سمنگان ولایتونه تیر ژمي او ورپسې سختې وچکالۍ خپلي او د خلکو د فصلونو حاصلات ندي شوي. رپوټونه وايي، د غنمو حاصلات په تیر یوه کال کې ٣٦ فیصده راکم شوي دي. د افغانستان د کرهڼې وزارت وايي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې دوو میلیونه ټنه خوراکي مواد کمبود دي.

په نړۍ کې د خوارکي موادو د قیمتونو لوړېدو ددغو خلکو ژوند نور هم تریځ کړی دی. رپوټونه وايي، په افغانستان کې د غنمو او د غنمو د اوړو قیمت په تیره یوه کال کې تر دوه چنده هم لوړ شوی دی چې له دې آمله اکثره، کوچني بزگران، بې ځمکې خلک، کوچیان او عام کارگران سخت زیانمن شوي دي.

د داخلي بې ځایه شویو خلکو د څارنې یوه اداره وايي، په روان کال کې د افغانستان په لویدیځو او شمالي برخو کې تقریباً شپږ نیم زره خلک د وچکالئ له آمله بې ځایه شوي دي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، دغې وچکالئ لږ تر لږه ٢٨٠ زره کورنۍ متاثره کړي او اندېښنه یې ښودلې چې کیدای شي د ژمي په رارسېدو سره، ډیرې کورنۍ د ډوډۍ پیدا کولو لپاره خپل کلي پرېږدي.

یونچسیار وايي، ډیرې کورنۍ شمالي ښار مزارشریف ته، ځینې یې د هرات ښار ته او ځینۍ کورنۍ خو گاونډي هیوادونو ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو دغه اداره وايي، ډیرې کورنۍ چې په تیر یوه کال کې له پاکستان نه د افغانستان شمالي او مرکزي ولایتونو ته له مهاجرت نه راستانه شوي، د خوراکي موادو د نشتوالي او ناامنیو له آمله اوس بیرته پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG