د لاس رسي وړ اتصالات

WFP په افغانستان کې پنځه ملیونه خلک، د مرستې رسولو په لست کې شامل کړي


د نړیوال خوراکي پروگرام یا ډبلیو اف پي، په افغانستان کې شا وخوا پنځه ملیونه خلک چې مرستو ته اړدي او د خوراکي موادو د کمبود سره مخ دي د مرستې رسولو په لست کې شامل کړي.

تر اوسه یې دری اعشاریه اوه ملیونو خلکو ته مرسته هم رسولې ده.

د افغانستان لپاره د نړیوال خوراکي پروگرام تنظیمونکی سټیفن اروټي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د هیواد په مختلفو برخو کې اړینو خلکو ته د خوراکي موادو د رسولو په وړاندې عمده خڼډ امنیتي مسایل دي.

ښاغلی اروټي وایې چې په روان کال کې د خوراکي موادو په کاروانو د حکومت د مخالفینو لخوا شپږویشت حملې شوي دي او له دی امله ٨٧٠ ټنه غنم چې سل زره خلکو ته باید رسول شوی وایې د منځه تللي.

هغه زیاته کړه چې نوي په سلو کې خوارکي مواد لمړی پاکستان او بیا افغانستان ته انتقالیږي.

د اروټي په وینا د پاکستان په سرحدي لاره کې د ٦٠٠ ټنو خوراکي موادو یو کاروان یې د مخالفینو د حملې ښکار شوو.

د خوراکي پروگرام مامورین وایې چې دوی ددی ترڅنگ د طبعي پیښو د گواښ سره مخ خلکو سره مرستې کول هم په پام کې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG