د لاس رسي وړ اتصالات

د سویز کانال څه وخت پرانیستل شو؟


د کال ١٨٦٩ د نوامبر پر اوه لسمه د سویز کانال، چی سره بحیره او د مدیترانې بحیره سره وصلوی، پرانیستل سو.

په هغو مراسمو کی د فرانسې ددریم د امپراطور دریم ناپولیون مېرمني ایوجین هم برخه درلوده.

د سویز د کانال د کیندلو کار په کال ١٨٥٩ کی پیل سو او په ١٨٦٩ کی یې کار بشپړ سو او پرانیستل سو.

له دوهم نړی وال جنگ څخه وروسته مصر د برټانیې له پوځونو څخه وغوښتل چی د سویز د کانال له سیمی څخه ووزی او د ١٩٥٦ کال د جولای په میاشت کی جمهور ریس جمال عبدالناصر دغه کانال ملی کړ او هیله یې درلوده چی د خارجی کښتیو څخه به دونه مالیات واخلی چی د کانال د جوړېدلو دپاره اخیستي پورونه به بیرته تادیه کړی.

خو د مصر د اعلان په مقابل کی اسرایلیو د اکټوبر د میاشتی په پای کی پر مصر باندی یرغل وکړ، وروسته د نومابر د میاشتی په پای کی برټانیې او فرانسې هم خپل ځویان ور ولېږل او د کانال سیمه یې اشغال کړه.

برټانیې او فرانسې د ملگروملتونو دفشار په اساس د سویز کانال د سیمی څخه خپل پوځیان وایستل او د کال ١٩٥٧ د مارچ په میاشت کی اسراییلو هم خپل پوځیان پر شا کړل.

په هغه میاشت کی مصر د سویز د کانال کنټرول واخیست او بیرته یې د تجارتی کښتیو دپاره پرانیست.

XS
SM
MD
LG