د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې  څلور کسان د توغوندې په حمله کې وژل شوی دی


د پاکستان امنېتی مقامات واېې چه نن دېوې بې پېلوټه الوتکې د توغوندی په حمله کې ددغه هېوا د په ناکراره شمال لوېدېزه قباېلی سېمه کې لا اقل څلور کسان ووژل شول.

گومان کېږی چه دغه بې بېلوټه الوتکه امرېکاېې وه.

پاکستانی مامورېن واېې دا حمله دافغانستان سرحد سره نژدی وشوه او وېل کېږی چه د شک لاندی دوه تندروان هم په وژل شوو کسانو کی شاملی دی.

د امرېکا پوځ پخوا هم څو ځلې د پاکستان په قباېلی سېمو کې د تندروانو په پټو مرکزونو باندی هواېې حملې کړی دی.

د پاکستان حکومت دامرېکاېې حملو په خلاف اعتراض کوی او واېې چه د ددغه ډول حملو په سبب ېې د ټرورزم په خلاف روان جنگ کې د خلکو ملاتړ کمېږی.

که څه هم چه دواړو هېوادونو په منځ کې تشنج زېات شوی دی، مگر د واشنگټن پوست ورځپانی د ېکشنبی په ورځ راپور ورکړ چه دواړو خواوو ددې ډول هواېې حملو په باب په شفاهی توگه په خپل منځ کی د سېپټامبر په مېاشت کې موافقه کړی وه، خو د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی د واشنگټن پوست خبر رد کړ.

XS
SM
MD
LG