د لاس رسي وړ اتصالات

سمندری غلو څو تجارتی کېښتئ نېولی دی


د هند سمندری قواو نن اعلان وکړ چه د سومالېا د ساحل نه لېری ېې ېوه کښتئ تباه کړه چه وېل کېږی د سومالېا د سمندری داړه مارانو پوری ېې اړه لرله.

د هند پوځی مامورېن واېې چه سمندری غلو په هندئ کښتئ باندی ډزی وکړی، خو په ځوابی ډوزو کې ېې نوموړې وړه کښتئ ډوبه کړله.

دا پېښه دعدن په خلېج کی دسه شنبی په ورځ وشوه پرون سمندری غلو دری تجارتی بېړئ برامته کړلې، چه په دې جمله کې چه سمندری غلو پرون د تالېند د کب نېولو ېوه کښتئ چه شپاړس کسان په کې سپاره ؤ، د ېوې اېرانئ تجارتی سره ېو ځای ونېوله.

په اېرانئ کښتئ کی پنځه وېشت کسان سپاره ؤ. ددی نه علاوه ېو غټه ېونانی کښتئ چه دروېشت کسان په کې ناست ؤ هم د قزاقانو له خوا تښتول شوی ده.

امرېکاېې مقامات واېې ېو بله غټه کښتئ چه په تېلو بار وه او د سعودی عربستان ملکېت ؤ قزاقانو اوس د خپلې عملې سره ېو ځای د سومالېا د هراډهر بندر ته رسولې ده.

دا غته تېل بر داره کښتئ چه سېرس سټار نومېږی د سعودی عربستان دارامکو د شرکت پوری اړه لری او دوه مېلونه بېلره خام تېل په کې بار ؤ.

د سومالېا د ساحل په اوږدو کې د سمندری غلو د بار بار حملو په وجه اوس د ختېزی افرېقا سمندری حدودو د تجارتئ کېښتېو لپاره تر ټولو زېاته خطرناکه سمندری لاره گڼل کېږی.

XS
SM
MD
LG