د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکا د توغوندیو پر حملو احتجاج کړی


پاکستاني چارواکي وایي چی اسلام آباد په پاکستان کی د امریکا سفیره این پېټرسن نن د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتې او هغې ته یې د پاکستان په خاوره کی د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په وسیله د توغوندیو د حملو له کبله خپل احتجاج کړی دی .

پرون د دامریکا د توغوندي په مشکوکه حمله کی چی د پاکستان په نا آرمه سرحدي قبایلي سیمه کی یې وکړه شپږ یاغیان ووژل سول چی په هغو کی به شاید د القاعدې یو مهم غړی عبدالله اعظم السعودي هم شامل و .

محلي مامورینو ویلي دي چی په دې حمله کی چی د یوې بې پیلوټه الوتکي له خوا سهار وختي وسوه ، په بنو کی د یاغیانو د پټیدو یو ځای تباه شوی دی .

د پاکستان د اردو لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني پرون دداسی حملو ختمیدل وغوښتل .

اسلام آباد وایی چی د امریکا دا حملې د پاکستان په حاکمیت باندی تیری دی او د پاکستان د هغو هلو ځلو په مقابل کی د خلکو ملاتړ له منځ وړی چی د تروریزم سره په جگړه کی یې شروع کړی دي .

د جماعت اسلامیه تند روه گوند گواښ کړی دی چی که دا حملې بندي نه سی نو په ټول پاکستان کی به احتجاجونه او مظاهرې وکړی او هغه لاري او سړکونه به بند کړي چی د هغو نه په افغانستان کی د امریکا او د ناتو قواو ته مواد رسول کیږی .

پاکستاني چارواکي وایی چی امریکا په دې وروستیو میاشتو کی په صوبه سرحد کی د تقریبا شلو توغوندیو حملې کړي دي .

XS
SM
MD
LG