د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ايران ته ماتې ورکړه


د کرکټ په آسیايي لوبو کې افغانستان ايران ته ماتې ورکړه او ددې سياليو نيمه پاى لوبې يا سيمي فاينل ته ورسېد.

له ١٧ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو دغه سيالۍ د عقرب یا لړم په ٢٧مه د تايلينډ په پایتخت بنکاک کې پيل شوې چې پکې افغانستان ، ايران، تايلينډ، چين، مالديف، ايران، ميانمار او د عمان په ګډون اوه هېوادونه برخه لري.

د افغانستان د کرکټ فدراسیون په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې د ايران لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه يا بيټنګ وکړ، د ايران ټول لوبغاړي په يو دېرش اوورونو کې ٤٥ منډې جوړې کړې او وسوځېدله.

په بنکاک کې د افغانستان د ځوانانو د ملي ټیم مدیر ډاکټر فريد وويل چې د افغانستان له لوري نجيب او عبدالله د ایران درې، درې او افضل دوه لوبغاړي وسوځول.

د نوموړي په وينا، افغاني توپ وهونکيو يا بيټسمينانو د ايران له خوا ورکړل شوى هدف (٤٥) منډې په ډېرې اسانۍ سره پرته له دې چې کوم لوبغاړى يې وسوځېږي په لسم اوور کې ترلاسه او ٤٦ منډې يې جوړې کړې او دا لوبه يې وګټله.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزنکى کبير خان وايي چې ايران ته په ماتې ورکولو سره په تايلينډ کې په دغه روان ټورنمنټ کې نيمه پاى لوبې يا سيمي فاينل ته رسیدلی دی.

کبير خان هيله څرګنده کړه چې د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډله به په نيمه پاى لوبه کې هم ښه لوبه وکړي.

افغانستان ددې سياليو په ب ګروپ کې دى ، عمان ددې ګروپ په سر کې دى او افغانستان په دويم مقام کې، د روانو سياليو د مقرراتو له مخې د الف ګروپ لومړۍ ډله د ب ګروپ له دويمې او د ب ګروپ لومړۍ د الف ګروپ له دويمې ډلې سره په نيمه پاى لوبه کې مقابله کوي .

په دې اساس افغانستان به په نيمه پاى لوبه کې له کوربه هېواد تايلينډ سره د راتلونکې شنبې په ورځ سيالي کوي.

نن په نورو سياليو کې عمان ميانمار ته ماتې ورکړه .

د روانو سياليو په ترڅ کې عمان افغانستان ته او افغانستان، ميانمار ته ماتې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG