د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې پر عسکرو ځانمرگې حمله شوې


د خوست ولايت په دوه منده ولسوالۍ کې نن مازيګر دموټر بم په چاودنه کې د ناټو دوه عسکر او څلور د افغانستان عسکر زخمي شوي دي.

ددوه مندېولسوال لطف الله بابکرخیل وويلچې پهچاودنه کې چېشاوخوا څلور بجې ددغې ولسوالۍ دمرکز په دروازه کې وشوه، ملکي وګړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه یې څه ندي ویلي.

د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکټر عبدالمجيد منګل وويل چې روغتون ته يې دپېښې څوارلس ټپيان وروړي، چې ډېر يې عسکر دي.

د وويل چې يوه ولسې وګړي په روغتون کې ساه ورکړې ده.

تر اوسه پورې چا ددغې حملې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

XS
SM
MD
LG