د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د افغانستان پر ستراتیژۍ غږیږي


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس د ناتو د متحدانو سره گوری او په افغانستان کی د ورځ په ورځ خرابیدونکو حالاتو د مخنیوي د پاره خبري ور سره کوی .

گېټس کاناډا ته تللی دی چی هلته د ناتو د اوو نورو هیوادو د دفاع د وزیرانو سره چی هغوی هم افغانستان ته خپل عسکر استولي دي ، په دوه ورځنۍ غونډه کی برخه واخلی .

امریکا په افغانستان کی چی په دې وروستیو میاشتو کی د یاغي طالبانو فعالیت په کی په چټکۍ سره پر مخ روان دی ، په خپلي ستراتیژۍ باندی له سره غور کوی .

امریکا په نظر کی لری چی افغانستان ته ددې کال تر پای پوری نور ٣٥٠٠ عسکر واستوي .

یو بل خبر وایي چی د ملگرو ملتو د امنیت د شورا د ١٥ غړو ملکونو سفیران نن د جمعې په ورځ افغانستان ته رسیدلي دي . د هغوی ددې سفر هدف د حقایقو لټول دي او اووه ورځي به دوام وکړی .

چارواکي وایی چی د ملگرو ملتو دغه آستازي به د افغانستان د حکومت او خلکو سره چي د خپل ملک د بیا رغوني په چارو اخته دي ، خپل دوامداره ملاتړ څرگند کړی .

دغه هیات غواړی په هغه ملک کی بشري حالات وڅیړي او دا معلومه کړی چی د افغانستان د ملاتړ د پاره نړۍ والي وعدې تر کومه حده ترسره شوي دي . او همدا راز به یو لړ نوري مسالې لکه امنیت ، حکومتي اجراات ، بشري حقوق ، د مخدره موادو ضد فعالیتونه او اقتصادي او ټولنیز پرختگ وڅیړي .

ټاکل شوې دا هیات به چی مشري یې د ایټالیې د سفیر په غاړه ده ، د کابل او هرات ښارونه وگوری .

XS
SM
MD
LG