د لاس رسي وړ اتصالات

په جنازه کې چاودنې ٨ تنه ووژل


د پاکستان پولیس وایی چی په صوبه سرحد کی د یوه وژل شوي شیعه ملا په جنازه کی د بم چاودنه شوې ، اته تنه یې وژلي او څلویښت تنه یې زخمی کړي دي .

مامورینو ویلي دي چی دا چاودنه نن د جمعې په ورځ په دیره اسماعیل خان کی چی د شیعه او سني مسلمانانو تر منځ جگړو ځپلې ده ، وشوه .

له بلي خوا د پاکستان په صوبه سرحد کی یاغي طالبانو گواښ کړی دی چی که امریکا د خپلو توغوندیو حملې چی د افغانستان نه یې کوي بندي نه کړی نو د پاکستان پر حکومتي ځایونو او خارجیانو باندی به حملې وکړی .

دا خبرداری یاغیانو د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کی په داسی حال کی ورکړی دی چی د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ د امریکا سفیره این پېټرسن ور وغوښتله او د امریکا ددې حملو په باب یې احتجاج ورته څرگند کړ صدراعظم یوسف رضا گیلاني دا حملې د زغم او تحمل وړ ونه بللې او ویې ویل چی هغه د تروریزم په ضد د پاکستان د هلو ځلو په باب د خلکو ملاتړ کموي .

XS
SM
MD
LG