د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې چاودنې ٢ ملکیان وژلي، ١٦ زخمیان دي


د خوست په بازار کې نن د بم یوې چاودنې دوه ملکي خلک وژلي او ١٦ نور یې زخمي کړي دي.

رپوټونه وايي، ددغې حملې هدف په سیمه کې د حکومت طرفدارو جنگیالیو یوه ډله وه.

له بلې خوا، د ایساف په چوکاټ کې فرانسوي عسکر وايي، د کابل په جنوب کې ددوی پر یوه گزمه د بم چاودنه شوې، یو عسکر وژل شوی او یو بل سخت پټي دي.

له بلې خواایتلافي قواوې وايي، د فراه او هلمند په ولایتونو کې یې په عملیاتو کې یې ١۴ تندروان وژلي دي.

د پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي، امریکايي قواوې د فراه په ولایت کې د طالبانو د یوه قومندان د نیولو په لټه کې وې او په دې ترڅ کې څلور تنه تندروان وژل شوي دي.

پوځ وايي، د هلمند په ولایت کې یوه جگړه هغه وخت ونښته چې د ایتلافي قواوو پر یوې گزمې باندې ډزې وشوې. په جگړه کې ١٠ تندلارې وژل شوي دي.

متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو په لاس د تشدد د پیښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او غواړي چې په دغه ملک کې د راتلونکي کال له عمومي انتخاباتو مخکې د عسکرو شمیر زیات کړي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس وايي، غواړي افغانستان ته د راتلونکي کال تر پیل پورې، لږ تر لږه څلور محاربوي لواگانې واستوي. په هرې لوا کې له درې نیم زره څخه تر پنځو زرو پورې عسکر شامل دي.

گیټس هغه اندېښنې رد کړي دي چې وايي، په افغانستان کې روان تشدد د کنترولېدو وړ نه دی.

له بلې خوا، د ملگرو ملتونو یوه هیئت چې د امنیت د شورا د پنځلسو هیوادونو استازي پکې گډون لري، د یوې اونۍ لپاره افغانستان ته تللي او په دغه ملک کې روانې چارې څاري.

مقاماتو ویلي، دغه هیئت ته دنده سپارل شوې چې په افغانستان کې بشري وضع او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بهیر له نږدې وڅاري.

XS
SM
MD
LG