د لاس رسي وړ اتصالات

فضآنوردانو په نړیوال فضآیی ستیشن کې خپل اوږد عملیات سر ته ورسول


فضآنوردانو په نړیوال فضآیی ستیشن کې خپل اوږد عملیات چی د سپېس واک یا په هوا کی د گام په نوم یادیږي سر ته ورسول.

دا عملیات د ستیشن د بریښنا د سیستم د بیا رغونې دپاره تر سره شول چی د لمر د وړانگو فعالیت کوي.

دوی پرون د شنبې په روځ اوه ساعته په بهرنۍ فضآ کی د سیستم په جوړولو ولگول.

ددوی هدف د لمر د وړانگو نه د گټی اخستنی په سیستم کی د یوه تخریب شوي پیوند بیرته رغول او سره تړل و.

دا هغه سیستم دی چی مخصؤصې تختې د لمر د وړانگی په لور د اړولو دنده لري.

XS
SM
MD
LG