د لاس رسي وړ اتصالات

راستنېدونکي مهاجر د سرپناه په لټه کې


د افغان مهاجرو د راستنیدلو بهیر د وضعې په خرابیدلو سره ورو کیږي. هغه کسان چې افغانستان ته راځي دوی د یوه دایمي کور د نشتوالي او په ملک کې د دایمي هستوگڼ په حیث نه منل کیږي.

د هغه وخته راهیسي چې د طالبانو رژیم په کال ٢٠٠١ کې په افغانستان کې نسکور شو، تر اوسه پورې پنځه ملیونه افغانان بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي. اوس چې په ملک کې تاوتریخوالی زیاتیږي او مامورین غواړي نوي راغلي کسان د ټولنې سره یو ځای کړي د راستنیدونکو بهیر ورو کیږي.

د تورخم په بندر کې چې دافغانستان ختیځې سیمې ته د ننوتلو لاره ده ځنې مهاجرین له پاکستانه وروسته له څو کلونو او حتې لسیزو نه بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.

مهاجرین افغانستان کې د بیرته را ننوتلو سره په موقتي کمپونو کې ژوند اختیاروي. دوی ته ملگري ملتونه خواړه، لږې پېسې او همدارنګه څه دارو درمل ورکوي. دوی بیا غواړی خپلو هغو کورونو ته ولاړ شي چې څو کاله مخکې یې پرې ایښي وو.

په یوه د پاسه دوه زرم کال د طالبانو د راپرزیدلو نه وروسته پنځو ملیونو خلکو دغه لاره ونیوله. خو په دوی کې پنځمه برخه یې اوس هم د دایمي کور په لټولو پسې دي. دوی اوس هم په موقتي کمپونو کې د دایمي کور په هیله اوسیږي او د ژمي سختې شپې تیروي.

یوه افغانه ښځه داسې وايي: زما ماشومانو د ډوډی څو ټوټې په سوال کولو راټولې کړېدي. مونږ نه اوړه لرو او نه بل شی. مونږ هیڅ شی نه لرو.

په افغانستان کې حالات د خرابیدلو په درشل کې دي او په افغان اقتصاد باندې ډیر فشار ددې باعث گرځیدلی دی چې د راتگ بهیر ورو شي. د طالبانو د پرزیدلو په کال کې یو اعشاریه دوه ملیونه خلک هیواد ته بیرته راستانه شول. سږکال ددوه نیم لکو په شاوخوا کې خلک بیرته ستانه شول.

دا هغه کمپ دی چې د پایتخت په شمال کې موقعیت لري او ځمکه یې هم دولت د راغلو مهاجرینو په واک کی ورکړې ده. خو د زمري په شان نور مهاجرین هم وايي گزاره دلته گرانه ده. هغه وویل: مونږ د سوځیدلو لپاره سکاره نه لرو. وروره، مونږ هیڅ نه لرو. د حکومت په کورو کې اوسیدل ډیر گران دي. دلته نه کار پیدا کیږي او هوا ډیره یخه ده.

د ملگرو ملتونو او همدارنگه د امریکا، پاکستان او ایران استازو په دې هفته کې ژمنه وکړه چې دوی د ملیونو افغانانو ژوند کې بهتري راولي چې اوس هم په بهر کې میشته دي. د ملگرو ملتو د مهاجرینود ادارې مشر انتونیو گویترس وايي چې هغه راستانه شوي چې اوس راځي د هغو کسانو په نسبت چې پخوا راغلي وو ، حالت یې ډیر بد دی. گویترس وايي:

مهاجرین په هغو هیوادو کې چې ژوند کوي د ژوند نحوه یې بدلیږي. دوی اکثراً اوس په ښارونو کې اوسیږي. ددوی نیمایي نه زیات د خپل ملک نه بهر زیږیدلي دي. نو ځکه د ځوان نسل لپاره خپل کلی د هغه ځای په نسبت چې په کې لوی شوی دی ډیر فرق لري، نو دا ژوند ورته نا اشنا ښکاري.

په دې هفته کې د ایران او پاکستان استازو ژمنه وکړه چې په زوره به افغان مهاجر له خپلو هیوادو نه ونه باسي او دوی ته باید اجازه ورکړ شي چې په خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

د هغو کسانو لپاره چې ملک ته راستانه شوي دي او کور نه لري د حکومت نه ډیرې هیلې لري. هغه شی چې دوی د حکومت نه غواړي هغه دادی چې په هغو ځایو نو کې ورته کور ورکړي چې نور خلک اوسیږي او هلته د کار زمینه هم برابره وي.

XS
SM
MD
LG