د لاس رسي وړ اتصالات

د ژورنالسټانو ددفاع کمیټې د نړی ژورنالسټانو ته جایزې ورکړې


د ژورنالیزم په ډگر کې د ډول ډول ستونزو د گاللو له کلبه په نیویارک کې د ژورنالسټانو ددفاع کمیټې سږ کال د مینځني ختیځ، جنوبي اسیا، او کیوبا ژورنالسټانو ته جایزې ورکړې.

د یوه خبریال لپاره د جگړې له ډگر څخه رپوټ رالیږم کېدای شي بل ترهر کار ستوزمن وي.

د ایسوسیټډ پریس عکاس، بلال حسین یو د هغې ډلې غړی و چې په ٢٠٠۴ کال کې د عراق د فلوجې سیمې شا او خوا د سختې جگړې په وخت یې رپوټونه رالیږل او د ژورنالیزم په ډگر کې یې د امریکا د ترټولو غوره جایزه، (پولیتز پرایز) وگټله. خو دوه کاله وروسته په یوه بل ښار کې هغه ونیول شو.

امریکايي ځواکونو دا ویل چې حیسن له یاغیانو سره لاس درلود. په هغه وخت کې چې کله سټیون هرټس په بغداد کې د ایسوسیټډ پریس اژانس مشر و حسین له امریکايي ځواکونو سره دوه کاله بندي و.

هرټس: "د هغه خلاف هیڅ کله نه، یووار بیا تکراره وه هیڅ کله هم د هغه خلاف کوم جرم وړاندي نه شو."

او هرټس په واشنگټن کې د حسین په هکله خبرې کوي څوک چې د پنځو نورو ژورنالسټانو سره یوځای سږ کال د نړیوالو مطبوعاتو د ازادۍ جایزه ترلاسه کوي.

د ژورنالسټانو ددفاع کمیټې د جایزه گټونکو نومه وړاندي کړل. د هغو په جملې کې د پژواک خبري اژانس دانش کړوخیل او فریده نیکزاد، بندي شوي کیوبايي خبریال هیکټور مسیدا گوتیزیز او د یوگانډا یو ژورنالسټ اینډریو مویندا نومونه شامل ول.

په داسې حال کې چې په یوگانډا کې یاغیانو شل کلنې کورنۍ جگړې ته دوام ورکړ. موندا په اپریل کې یو داسې مجله خپره کړه چې پوځ ته یې د انتقاد گوته نیولې وه. سږ کال هغه یوولس واره ونیول شو.

موندا: "کله چې زما همکاران کارته راغلل نو یې ولیدل چې دفتر د یوگانډا پوځ محاصره کړی."

سټېنډ اپ اف جیم فرای: "هغه خطرونه چې ژورنالسټان ورسره مخامخ دي یو ډول دي؛ نیول کېدل، بندني شکنجې او حتی مرگ. خو علتونه یې په بیلا بیلو هیوادونو کې توپیر لري."

د زمبابوې د بشري حقونو ددفاع وکیله بټریس مټیټوا د کمیټې څخه د ټول ژوند لپاره جایزه ترلاسه کړه. هغه وايی په ژورنالسټانو باندې د بندیزونو ترشا د جمهور رئیس موگابې د دفتر لاس دی.

بټریس: "ژورنالسټان له دوامداره زوره ونو سره مخامخ دي. که نن زمبابوې ته ولاړ شې نو د خپل کار له کبله به ونیول شې."

ماویندا وايي که څه هم د حکومت ځینې کړۍ هغه نیسې خو بیا هم د یوگانډا د هیواد قضاییه خپلواکه ده.

مویندا: "مونږ د زان دفاع په جنايي عدالتونو کې کوو، او هغه تل مونږ خلاصه وي."

افغان ژورنالسټان وايي دوی اکثره ویني چې د کابل حکومت د مطبوعاتو د ازادۍ په ملاتړ کې زړه نا زړه وي. او په ولایتونو کې وضع نوره هم له خطره ډکه ده. دوی وايي د افغانستان په جنوب کې چېرې چې طالبان د کوکنارو د کر ملاتړ کوي ددوی د یوه خبریال سر غوڅ شو.

فریده: "په حقیقت کې زه نه شم ویلای چې دا طالبان دي، خو مونږ هر وخت طالبان تورنه و، کېدای شي قیصه بل څه وي."

هرټس وايي بلال حسین امریکايي ځواکونو له دې کبله ونیو چې هغه په یوې سختې جگړې کې داسې عسکونه اخیستي ول چې امریکايي ځواکونو نه غوښتل نوره نړۍ یې ویني.

د ژورنالسټانو ددفاع کمیټه هر کال هغو ژورنالسټانو ته امیتازونه ورکوي څوک چې د ژورنالسټانو د رپوټ کولو د حق ددفاع په لار کې د زندان او تردې هم د بدو تکلیفونو خطرونه په ځان مني.

XS
SM
MD
LG