د لاس رسي وړ اتصالات

له ښځو سره زور زیاتی ٥٠ فیصده زیات شوی


د افغانستان د بشر د خپلواک کمیسیون چارواکي وایی په روان کال کې د ښځو په وړاندې زور زیاتئ پنځوس په سلو کې زیات شوی دی.

په افغانستان کې د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون د ښځو په وړاندې د تشدد د مخنیوي د نمانځنې په درشل کې یوه غونډه ترتیب کړې وه چې پکې د ښځو په وړاندې د زور زیاتیو په اړه انیښنه وښودل شوه.

ددې کمیسیون په رپوټ کې راغلي چې په تیر کال کې په ښځو باندی د ظلم دوه زره اتیا پیښې تر سترگو شویدي چې اوه اویا یی د جنسي تیریو پیښې وې.

ددې رپوټ په اساس په تیرو پنځو میاشتو کې حتی د ماشومانو په وړاندې د تیري دو دیرش قضیی مسولینو ته وړاندی شوې دي چې پکې نولس نجونې او یولس هلکان شامل و.

داکتره سیما ثمر وایي پر ښځو او ماشومانو باندې د جنسي تیري مجرمینو ته باید تر ټولو شدیده سزا ورکړشي.

بل پلو، د ملگرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونسف وایی په افغانستان کی ماشومان د جنگ او دنیمگړو او مخ په ورانیدو امنیتي حالاتو له کبله رنځ وړي.

د یونسف د ادارې مرستیال هیلدي وایی داسی شواهد شته چی ښیی د اتلسو نه کم سنه تنکي ځوانان په جنگ کې د گډون دپاره جذبیږي چې پدې کی یی ځینی د انتحاري بم چونکو دنده هم ور په غاړه شي.

هغه وویل همدارنگه په افغانستان کی دوسله والو ډلو په لاس د ماشومانو په خاصه توگه د هلکانو په وړاندې د جنسي تیریو اندازه هم لوړه شویده.

XS
SM
MD
LG