د لاس رسي وړ اتصالات

منتخب جمهور رئېس اوباما نن خپله اقتصادی ډله اعلانوی


د امرېکا منتخب جمهور رئېس، براک اوباما، نن د دوشنبی په ورځ، د اقتصادی مشرتابه لپاره خپله ډله د امرېکا ملت ته معرفی کوی؛ په داسی حال کې چې دهغه د جمهوری رېاست د وظېفی د پېل لپاره لاد وه مېاشتی پاتی دی.

ښاغلی اوباما به نن په شېکاگو کې په ېوه خبری کنفرانس کې برخه واخلی او خپل هغه چارواکی به معرفی کړی چې د امرېکا د اقتصادی بېارغونی د پلان د څارنی او کتنی مسوولېت به ور په غاړه وی.

رپوټ واېې ددغه پلان مقصد دا دی چې په ملېونونو امرېکا ېانو ته نوي کارونه پېدا کاندی.

د امرېکا مالی مارکېټونو د جمعی په ورځ په دې برخه کې مثبت نظر څرگند کړ چې په دې پوه شول چې د نېوېارک د فېدرالی ذخېرې مشر به د امرېکا د خزانی راتلونکی وزېر وي.

توقع ده چې نن به ښاغلی اوباما اعلان وکړی چې لارېنس سمر ېې د ملی اقتصادی شوری د مشر په توگه ټاکلی دی.

دا سړی د پخوانی جمهور رئېس بېل کلنټن په وخت کې دخزانی وزېر و.

د اوباما ېوه معتبر سلاکار ډېوېډ آکسل راډ د ېکشنبی په ورځ ووېل چې د منتخب جمهور رئېس اداره ځان متعهد بولی چې د اقتصاد د بېا راژوندی کولو پلان وروسته له هغه نه چې دی د ٢٠٠٩ مېلادی کال د جنوری په شلمه نېټه د جمهوری رېاست په دفتر کې په کار پېل وکړی ډېر ژرعملی کړی.

په ېوه جلا خبر کې د امرېکا د اولسی جرگی مشرې نانسی پېلوسی د ېکشنبی په ورځ ووېل چې کانگرېس د اقتصادی د بېاراژوندی کولو ېو داسی پلان جوړولی شی چې په سوونو ملېارده ډالره به پرې ولگېږی.

ښاغلی اوباما د شنبی په ورځ ددېموکراتانو په نماېندگی ووېل چې دده په پلانکې د سړکونو جوړول، پلونه، د ښوونځېو عصری کول او د متبادلې اېنرژی دمنابعو انکشاف شامل دی.

منتخب جمهور رئېس دا هم ووېل چې دې هېله من دی چې د ٢٠١١ مېلادی کال تر جنوری پورې ېا دوه نېم ملېونو امرېکا ېانو ته نوي کارونه پېداکړی او ېاېې پخوانی کارونه له منځه تللونه خوندی وساتی.

XS
SM
MD
LG