د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په بم چونو کې  ١٩ کسان ووژل شول


په داسې حال کې چې د عراق پارلمان ددې هیواد پوځي تړون د امریکا سره څیړي، نن درېو چاودنو دغه ملک یې ولړزاؤ.

عراقي پولیس وايي لږ تر لږه ۱۹ کسان د بغداد په دوو چاودنو کې ووژل شول. د عراق پولیس وايي د دغه هیواد د سودا گرۍ د وزارت یو شمیر مامورین هغه وخت ووژل شول چې د دوی بس له هغې سیمې تیریده چې چاودنه په کې وشوله.

دوهمه چاودنه د یوه ساعت نه په لږه موده کې هغه وخت وشوله چې یوې ځانمرگي بریدکونکې ځان د بغداد د شنې حوزې په برخه کې والوزاوه.

په دې چاودنه کې پنځه کسان ددوو عراقي عسکرو په شمول ووژل شول او ١٢ نور ټپیان شول. په دریمه چاودنه کې چې د سړک په غاړه کې وشوله، د پولیسو د گزمې یو موټر په نښه شوی ؤ.

په دې چاودنه کې یو کس مړ شوی دی او پنځه نور ټپیان شوي دی.

د بغداد په شنې حوزې کې د عراق پارلمان، د امریکا سفارت او د عراق حکومتي دفترونه پراته دي. چاودنې په داسې حال کې پېښې شوې چې د عراق پارلمان د امریکا سره د عراق په پوځي تړون بحث کاوه.

په بغداد کې د امریکا د قواوو نطاق کرس ستاگنر دغه چاودنې ډیر یو کرغیړن عمل وباله چې هدف یې د عراقیانو په زړونو کې د ډار پیدا کول او د دوی په ژوند کې منفي اغیزې کول وبلل.

د شنې حوزې د امنیتي پوستې چاودنه د نورو چاودنو په تله ډیرې زیاتې سیاسي اغیزې لري.

دلته د عراق د استخباراتي خدماتو پوسته چې امنیت یې سخت نیول شوی ؤ، په داسې حال کې تر برید لاندې راځي چې د خپل مقر نه یواځې څو سوه متره لرې پرته ده.

هغه وخت چې د وروستي ځل لپاره شنه حوزه تر برید لاندې راغله، هغه د اکتوبر اوومه وه. هغه وخت په دوو جلا چاودنو کې څو تنه لارویان او د عراق عسکر ژوبل شوي وو.

په عین حال کې د عراق صدراعظم نوري المالکي وايي چې که چیرې د عراق پارلمان د امریکا سره پوځي تړون ونه مني نو ائتلافي قوا به مجبوره وي چې د ددسمبر په ٣١ عراق پریږدي او د ملگرو ملتو ماموریت په دغه هیواد کې پای ته ورسیږي.

نوري المالکي: "دی د پارلمان نه غواړي چې د امریکا سره د عراق پوځي تړون په تصویب ورسوي ځکه که داسې ونه شو او د امریکا پوځیان د عراق نه ووتل نو عواقب به یې د عراق په گټه نه وي."

د عراق پارلمان به د راتلونکې چارشنبې په ورځ په دې تړون رایه ورکړي.

مقتدا الصدر او په پارلمان کې یې ٣٠ پلویان ددغه تړون په ضد دي.

ده سره یو شمیر سني ائتلافي او غیر مذهبي ډلې هم هم غږي دي. څیړونکي وايي که چیرې په دې تړون باندې خبرې وځنډیږي نو دغه پروسه ټوله گډوډیږي یا به د کال تر پایه پورې بحثونه دوام وکړي.

دوی وايي د حج کلنۍ مراسم د دسمبر په اومه پیل کیږي او د عراق ډیر نامتو سیاستمداران به سعودي عربستان ته ولاړ شي او دې سره به سیاسي خبرې په ټپه ودریږي.

XS
SM
MD
LG