د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د نجونو او ښځو ژوند ته گواښونه 'ورځ په ورځ زیاتېږی'


په افغانستان کی د نجونو او ښځو ژوند ته گواښونه ورځ په ورځ زیاتېږی. په دې ارتباط د برټانیې د گارډین ورځپاڼی د یکشنبې د ورځی په گڼی کی یو مفصل مضمون لیکلی.

څه باندی یوه هفته مخکی د کندهار په ښار کی ناپېژندل سویو کسانو پر هغو نجونو باندی تېزاب وپاشل چی ښونځي ته رواني وې.

په دې حمله کی یو نجلۍ ړنده سوه او د دوو نجونو مخونه د تل دپاره عیبی سول. د هاوی یوازینی گناه ښونځي ته تلل وه.

د گارډین ورځپاڼه لیکی دا یوازینی پېښه نه وه. په ټول افغانستان کی دښځو او نجونو دپاره حالات ورځ په ورځ خرابېږی او هغه ښځي چی یا د خپلو حقوقو د غوښتلو او یا د عصری ښوني او روزني د تبلیغ کولو جرات کوي په مرگ تهدیدېږی.

د افغانستان د پارلمان یوه غړې شکریه بارکزۍ د ښځو د مسایلو په باب د ویناو کولو له امله هر وخت په مرگ تهدیدېږی.

هغې په کابل کی په خپل کور کی د یوه ژورنالیسټ سره د خبرو کولو په وخت کی کړکۍ بندي کړې او خپلو هغو دریو لوڼو ته یې کتل چی په انگړی کی یې لوبي کولې.

دې وویل تاسی د هغی مور د زړه څخه نه یاست خبر چی له کوره څخه وزي او په دې نه پوهېږی چی بیرته به راستنه سي کنه. مگر دا وایی زه بله لاره نه لرم. تر دې چی د هیڅ د پاره مرم غواړم چی د ښځو د حيثيت د خوندی کولو په لاره کی مړه سم.

زه صرف د دپاره، چی ژوند می په خطر کی دی د خپل مبارزې څخه لاس واخلم؟ نه زه باید پر مخ ولاړه سم او که وژل کېږم نو وژل کېږم به.

د گارډین ورځپاڼه لیکی شکریې بارکزی ته هره ورځ گواښونه کېږی چی دهغې پر موټر باندی به ځان مرگې حمله وسی، خو حکومت له هغې سره هیڅ مرسته نه ده کړې.

مقامات هغې ته وایی چی په خپل کور کی کښېنی او کارته ولاړه نه سی، مگر سره له هغه چی دې څو ځله د خپل امنیت په برخه کی د مرستی غوښتنه کړې ده چا مرسته نه ده ورسره کړې.

دا وایی په پارلمان کی چی جنگ سالارانو ته دغه ته ورته تهدیدونه وسول نو هغوی ته سمدستی زغره وال موټرونه، وسله وال محافظین او مصون کورونه ورکړه سول.

د گارډین ورځپاڼه لیکی هر څونه چی په افغانستان کی امنیتی وضع خرابېږی په هغه اندازه د ښځو ژوند ته خطر متوجه کېږی.

د پارلمان یوې بلي غړي شینکی کروخېل وویل اوس چی حکومت غواړی له طالبانو سره خبری وکړي نو زموږ سره دا اندېښنه ده چی زموږ پر حقوقو به بیا پښه کښېښودله سی.

زه وایم که د طالبانو سره سوله کېږی نو موږ باید ددغه راز سولي قرباني نه سو.

د گارډین ورځپاڼه وایی د افغانستان ښځو ته د مرگ او حملو گواښونه کېږی.

شپږ هفتې مخکی په کندهار کی ډگرمنه ملالی کاکړ کار ته د تللو په وخت کی ووژل سوه. هغه د افغانستان د پولیسو تر ټولوعالی رتبه منصبداره او د ښځو د حقوقو یوه تکړه مدافع وه.

دغه راز د جون په میاشت کی په هرات کی د پولیسو یوه بله منصبداره هم وژل سوې ده.

د گارډین ورځپاڼه وایی د طالبانو یوه قوماندان ملا ذبیح الله اخوند د کال سره نیژدې د ورځپاڼی خبریال ته په مرکه کی وویل طالبان په مشخصه توگه ښځو ته د سزا ورکولو کوم نیت نه لری بلکه پر هغوی باندی په حملو کی خپل هر وخت خپل سیاسی اهداف لری.

د گارډین ورځپاڼه وایی د طالبانو قوماندان په کندهار کی پر نجونو باندی د تېزابو حمله محکومه کړه او پر دې خبری یې ټینگار وکړ چی طالبانو په هغه حمله کی لاس نه درلود.

ده وویل موږ د نجونو د ښوونی او روزني ملاتړ کوو مگر نجونی او هلکان باید سره بېل وی. موږ د ښونځي پر نجونو باندی حملې نه کوو بلکه یوازي پر هغو ښځو باندی چی له حکومت سره همکاري کوي حملې کوو.

د گارډین ورځپاڼه وایی د طالبانو سیمه ایز قوماندانان د ښځو په برخه کی بېل بېل نظریات لری خو ټول هغه کسان چی د طالبانو تر بیرغ لاندی جنگېږی په دې کی اتفاق سره لری چی ښځی باید کار و نه کړي او چی له کوره څخه وزي نو باید چی محرم نارینه ورسره ملگری وي.

د گارډین ورځپاڼه د پارلمان د غړي شکریې بارکزی له قوله وایی موږ یوازي د طالبانو له خطر سره مخامخ نه یو.

زموږ پارلمان د جنگ سالارانو، جنایت سالارانو او مخدره موادو د قاچاقبرانو څخه جوړ دی، او دا ټول کسان موږ تهدیدوی.

دا وایی کله چی زه په پارلمان کی وینا کوم نو د هری خوا چیغی رباندی وهلي کېږی چی مړه یې کړی.

ورځپاڼه وایی کروخېل او بارکزی داوړی وایی چی یوازي پارلمان نارینه غړي نه دي چی دوی تهدیدوی بلکه د پارلمان د ٦٨ ښځینه غړو له جملې څخه یوازي پنځه ښځي دي چی د ښځو د حقوقو څخه دفاع کوي باقی پاته د ښځو د حقوقو مخالفو قوانینو او لایحو ته رایی ورکوی.

د گارډین ورځپاڼه د افغانی مبصرینو له قوله لیکی چی جمهور ریس کرزي په راتلونکو انتخاباتو کی د میدان گټلو په تمه د مجاهدینو ځینی پخواني قوماندانان پارلمان ته راوستلي دي او غواړی چی د هغوی ملاتړ تر لاسه کړی.

د مجاهدینو اکثر دغه پخواني قوماندانان د ښځو د حقوقو په برخه کی د طالبانود قوانینو طرفداران دي.

د گارډین ورځپاڼه وایی د دې خبری معلومول به گران وي چی سړی ووایی په افغانستان کی د امنیتی وضع خرابېدلو د ښځو پر ژوند باندی څه ډول اغېزه کړې ده خو د ملگروملتونو یوه تازه سروې ښیی چی په افغانستان کی تقریبا ٨٧ فیصده ښځي په خپلو کورونو کی کړولي کېږی او پر حقوقو یې تېری کېږی.

د گارډین ورځپاڼه د شکریې بارکزی له قوله وایی هر څونه چی طالبان غښتلي کېږی په هغه اندازه د ښځو اینده تاریکه ښکاری.

د طالبانو د پرزېدلو څخه وروسته د ښځو د حقوقو په باره کی ډېری نارې وهلی کېدلې مگر اوس چی د طالبانو سره د خبرو او د یوه حل د پیدا کېدلو خبری رواني دي له دې سره دا وېره ده چی د ښځو د حقوقو په مسله کی به څوک چنادنی ری ونه وهی.

شکریه بارکزی وایی د طالبانو په وخت کی پر ښځو باندی جنایی حملې نه کېدلې او ښځی مصوني وې مگر هغوی د ښځو څخه د مینځیانو کار اخیستی او هغوی ته یې حتی په خپلو کورونو کی د حق غوښتلو اجازه نه ورکوله.

XS
SM
MD
LG