د لاس رسي وړ اتصالات

ېونېسېف: د افغانستان له ماشومانو سره له زور او جبرنه کار اخېستل کېږی


ېونېسېف واېې چې د افغانستان له ماشومانو سره له زور او جبرنه کاراخېستل کېږی. د ملگرو ملتونو د ماشومانو اداره ېونېسېف واېې په افغانستان کې د امېنت د خرابېدو او او روانی جگړې له امله ددغه هېواد ماشومان له سختو شراېطو او کړاوونو سره مخامخ دی.

د ېونېسېف ېو عالېرتبه چارواکی هېلډ جانسن د ېکشنبی په ورځ ووېل ددې شواهد شته دی چې له اتلس کلنی نه د کم عمر زلمېان د جگړې لپاره استخدامېږی او په دې جمله کې ترېنه په ځان مرگه برېدونو کې هم کار اخېستل کېږی.

جانسن ووېل ددې شواهد هم شته دی چې له ماشومانو سره جنسی تېری کېږی په تېره وسله والی ډلې له تنکېو ځوانانو سره دغه راز تېری او تجاوز کوی.

رپوټ واېې چې د افغانستان ماشومانو په نظامی عملېاتوکې ېا زخمی کېږی او ېا وژل کېږی.

د ملگرو ملتونو او افغانستان چارواکېو دا اندېښنه هم څرگنده کړېده چې په ښوونځېو باندی حملی کېږی.

هغوی واېې چې تر اوسه پورې په تېرو څو کلونو کې ٢٣٠ ښوونکي او شاگردان د افراطېانو په حملوکې وژل شوېدی.

د ملگرو ملتونو چارواکی واېې د افغانستان په جنوبی برخو کې د مرگ ژوبلی د زېاتوالی له امله تقرېبا اوېا فېصده داسی ماشومان شته دی چې عمرونه ېې د ښوونځي دتلولپاره برابر دی خو دامنېتی اندېښنو له امله ښوونځېو ته ورتللی نشی.

XS
SM
MD
LG